اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد وئيلي دي په ??فغان پوله تګ راتګ آسانولو لپاره سهولت مركزونه به تر 30 اكتوبر كار كوي، افغانستان ته د تلونكو شميره د راتلونكو څخه زياته ده، نړۍ دې د بدل شوي افغانستان حقيقت اومني او د افغانانو ملګرتيا دي وكړي،په مونږ د طالبانو د عسكري مرستي په ??ړه تورونه بې بنسټه دي، پاكستان لپاره زيات آزمېښتونه شته خو مونږ افغانستان كښې انساني الميه راپيدا كول نه غواړو ، كه سلمان شهباز ته كلين چټ ترلاسه شوے وي نو مشر تره دې ځان سره پاكستان ته راولي۔ د دې خيالات?? څرګندونه ده د شورو په ورځ د ويمن چيمبر آف كامرس دستوري ته وينا او ميډيا سره په ??پلو خبرو كښې وكړه۔د كورنيو چارو وزير ووئيل ما د پينډۍ په هره يوه سيمه كښې د تعليمي ادارو جال خپور كړے او د ميرمنو دوه پوهنتونونه مې جوړ كړي او په ??وو مياشتو كښې دننه به دريم پوهنتون هم جوړ شي۔ده ووئيل پيندۍ كښې د تعليم ودي لپاره زما د هڅو په ??وب د ركشه ډرائيور لور سي اې?? اې?? ټاپ كړے۔ ده په ميرمنو زور راوړو چې راوړاندې شي او د ژوند په ټولو څانګو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل د ميرمنو لپاره زياتي موقعې شته،هغوي لپاره به ډير زر جلا بازار جوړ كړے شي او ويمن چيمبر له به په مناسب ځائې پلاټ وركړے شي۔دې نه پس ميډيا سره په ??پلو خبرو كښې ده ووئيل كه سلمان شهباز ته كلين چټ ترلاسه شوے د خپل مشر تره سره دې پاكستان ته راشي۔ د اليكټرانك ووټنګ مشين په ??ړه ده ووئيل دې سره به رارتلونكو ټاكنو كښې د تګۍ مسئله ختمه شي۔ده ووئيل اليكشن ته 20، 21 مياشتي پاتي دي، وزيراعظم د قامي اسمبلۍ غړو ته سپارښتنه كړې چې حپلو سيمو ته لاړ شي ، اولس له ريليف وركولو لپاره ضروري څيزونه او بنيادي داروګان په ??رزانه بيعه وركړي ۔ده ووئيل وزيراعظم سمندر پوري پاكستانيانو له د هغوي حق وركولو لپاره چمتو دے۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل پاكستان لپاره اوس هم آزمېښتونه شته ،مونږ په ??فغانستان كښې انساني الميه راپيدا كول نه غواړو او د افغانانو مرسته به روانه ساتو۔ د طالبانو د عسكري مرستي كولو په ??ړه تور بې بنسټه ګرځولو سره ده ووئيل هند دا ډول تورونه لګوي ځكه چې هغه په ??فغانستان كښې ناكام او نامراد شوے، مونږ د افغانستان په معامله نړۍ سره ولاړ يو او دا باور وركوو چې نړۍ دې د بدل شوي افغانستان حقيقت اومني او افغانانو سره دې اودريږي۔ د يوې بلي پوښتني په ځواب ده ووئيل د اپوزيشن لارښودو په نصيب كښې ښه ورځ نشته ، ”;ن”; څخه نه يواځي ”;ش”; بلكه ”;م”; هم اوځي، پاكستان نړيوال سياست ته داخليدونكے دے، څوك هم زمونږ څخه زمونږ كردار نه شي اخستلے۔دې څخه وړاندې ده د ويمن چيمبر آف كامرس نوو عهديدارو څخه سوګند واخست۔