اسلام آباد 05نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم وياند او د سياسي ابلاغ خا?? مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئېلي دي چې نااهل شريف سره د خپلو ??يكوالانو٬درباريانو او حواريانو پخوانۍ قيصه جوړه شوې٬د برآمداتو٬محصولاتو٬كركيلې او د صنعت پرمختګ پشمول د پاكستان ټولې معاشي اشاريې مثبتې دي۔د جمعې پھ ورځ د احسن اقبال په بيان په خپل غبرګون كښې ده ووئيل چې نااهل شريف كورنۍ هېواد لوټ كولو سره پيسه بهر لېږلې۔ده ووئيل چې د 2009 نه پس كوم حكومت د پېټروليم په مصنوعاتو دومره كوم سېلز ټېكس نه دې اخستې٬ 17 فيصده ټېكس ترل??سه كونكي 1.76 فيصد ټېكس ته په كومه خله ز??ات وائي۔ده ووئيل چې ټولې اشاريې مثبتې دي٬سږ كال د 30 نه 35 ارب ډالرو د برآمداتو هدف ترل??سه كوو۔ده ووئيل چې په تاريخ كښې به په وړومبي ځل د ټېكسټائل برآمدات 22 ارب ډالرو ته ورسي۔د پومبې پېداوار 81 فيصده اضافې سره 6.2 ملين ټن ته رسېدلې۔ده ووئيل چې نااهل درباريان د اولس او د اولسي ستونزو نه بلكې د خپل سياسي سباؤن فكر لري