اسلام آباد 17 نومبر(اے پي پي)پاكستان او سعودي عرب په كراچۍ كښې په كال 2011 كښې د سعودي په سفارت كار د ترهه ګرۍ د پېښې پلټنو زر ??ش??ړو??و ته اتفاق كړے او د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد باور وركړوے چې د ترهه ګرۍ په دې پېښه كښې ككړ كسان به ډېر زر ??نصاف سره مخ كړے شي۔د شورو په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د سعود?? سفير نواف بن سعيد المالكي په مشرۍ كښې د سعودي پلاوي د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد سره ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د اړيكو پشمول د شريكې خوښې په نورو چارو هم خبرې شوي ۔په ملاقات كښې په كراچۍ كښې په كال 2011 كښې د سعودي په سفارت كار د ترهه ګرۍ د پېښې پلټنو زر ??ش??ړو??و ته صلاح يوه شوې۔د سعودي عرب سفير ووئيل د پاكستان او سعودي عرب اړيكې پخوانۍ او د ورورولي دي٬د پاك سعودي اړيكې تاريخي دي په كومو چې دواړه هېوادونه وياړ لري٬د داخله وزارت لخوا د پاك سعودي شريكو اړيكو وده كښې كردار د ستائنې وړ دے۔د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل د سندھ حكومت لخوا نوې جوړې كړې شريكه تحقيقاتي كمېټي به په يوه مياشت كښې خپل رپورټ وړاندې كړي٬د ترهه ګرۍ په پېښه كښې ككړ كسان به ډېر زر ??نصاف سره مخ كړے شي۔ده ووئيل د سعود?? سفارتكار 2011 ترهه ګرۍ پېښه ډېره افسوس ناكه وه٬د پاكستان او سعودي عرب اړيكې د شريك باور او ورورولۍ تر مخه قائمې دي٬سعودي عرب كښې مېشته پاكستانيان يوه قيمتي اثاثه ده۔ده په سعودي عرب كښې مېشته پاكستانيانو په خيال ساتلو د سعودي حكومت مننه وكړه۔په ملاقات كښې د داخله سېكرټري يوسف نسيم كهوكهر پشمول د وزارت نورو چارواكو هم ګډون كولو۔سعودي پلاوي كښې د سعودي داخله وزارت افسران شامل وو