اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) ډپټي چيف آف ايئر سټاف آپرېشنز ايئر مارشل وقاص سلهري وئېلي دي د اېف 16 راغورځولو د هند ادعا بې بنسټه ده ٬ هغه الوتكه راغورځېدلې نه ده په كومه چې ابهي ??ندن ته ايوارډ وركړے شوے٬ د ابهي ??ندن په مګ 21 كښې څلور ميزائل موجود وو٬زمونږ ټولې جيټ الو??كې په حفاظت سره پخپلو اډو راكوزې شوې٬نړۍ هم تسليم كړی چې كومه اېف 16 الوتكه نه ده راغورځېدلې٬ د فرورۍ په 27مه نېټه درې الو??كې راغورځېدلې او درې واړه د هند وې٬قام دې په مونږ هم دغسې باوري وكړي څنګه چې تل كوي٬پاك فضائيه د هېواد دفاع لپاره هر وخت چمتو ده ۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خاص مركه كښې ده ووئيل ابهي ??ندن له وير چكر ايورډ وركول سپين دروغ دي٬داسې څه شوي نه دي په كوم چې هغه ته ايوارډ وركړے شو٬ده ووئېل مګ 21 يوازې څلور مېزائل وړلے شي٬د ابهي ??ندن په الوتكه كښې هغه څلور واړه مېزائل موجود وو٬د هندي الو??كې څخه كوم مېزائل فائر شوے نه ؤ ٬ ده ووئېل په نړيواله كچه ??بول كړی شوې چې كومه اېف 16 الوتكه نه ده راغورځېدلې ٬فارن پالېسي مېګزين د امريكې حكومت حواله وركړې چې زمونږ الو??كې پوره دي۔وقاص سلهري ووئيل د كوم هم هېواد الوتكه راغورځېدل ډېره لويه پیښه وي ٬ داسې څ??زو??ه پټول وي او نه پټېدے شي٬غېرمند قامونه داسې پیښې په دروغو او غلطو بيانونو پټولے نه شي۔ ده ووئېل په دې ورځ كومه داسې پیښه نه وه رامخې ته شوې۔پروفيسر كرسټين فيئر هم په بېلو فورمونو د دې خبرې ترديد كړے ؤ چې كومه اېف 16 الوتكه نه ده راغورځېدلې او مائيكل كوګل مين هم په بيان وركولو د هند لخوا تنقيد سره مخ شوے ؤ۔ده ووئيل د هند ادعا د هغوي خپل وګړي په مېډيا چېلنج كړې٬هندي وګړي وئېلي دي چې كوم انجن ښودلې كېږي هغه د مګ 21 دے۔جان باز پاكستان فضائيه ته چې كوم اهداف وركړے شوي وو هغوي خپل مشن پوره كړے۔ايئر مارشل ووئيل جې كومه زمونږ اسټراټېجك ډيوټي ده هغه به روانه ساتو۔د وار كريكټر ټېكنالوجي پشمول په ټولو څ??زو??و كار كېږي٬راتلونكو نسلونو لپاره رولز په ښه ډول وړاندې بوځو ٬ ده ووئېل قام دې په مونږ هم دغسې باوري وكړي څنګه چې تل كوي٬زمونږ تربيه د هېواد دفاع لپاره وي٬پاك فضائيه به د هېواد دفاع لپاره هر وخت چمتو وي