اسلام آباد 24 نومبر(اے پي پي) سماجي تحفظ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې سينيټر ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دي چې د احساس راشن رعايت پروګرام كښې د نېشنل بېنك (اېن ??ي پي) كردار مثالي دې٬ وزيراعظم د احساس راشن رعايت پروګرام اجراء كړې ده د كوم چې كابينې منظوري ور كړې ده۔ ميډيا سره په خبر?? كښې دې ووئيل دا د 120 اربه روپو د سبسډي پروګرام دے د كوم د لارې به چې په راتلونكې شپږ مياشت?? كښې د 2 كروړه كورنيو معاونت كولې شي٬ په اوړو٬ دالونو٬ غړو او خوراكي تېلو به هرې كورنۍ ته زر روپۍ رعايت وركولې شي۔ دې ووئيل د ټولو قواعد او ضابطو له مخې دا پروګرام جوړ كړې شوې دې۔ دې ووئيل د احساس راشن رعايت پروګرام كښې د نېشنل بېنك (اېن ??ي پي) كردار مثالي دې او زه اېن ??ي پي سره په كار كولو خوشحاله يم٬ د بېنك عمله په دې پروګرام كښې بشپړه مرسته كوي په دې پروګرام كښې د سپېځلتيا به خاص خيال ساتلې شي۔ دې ووئيل د پروګرام د رجسټرېشن عمل جاري دې او دا به تر لسم دسمبر دوام لري