اسلام آباد 09دسمبر (اے پي پي)صدرډاکټر عارف علوي وئيلي دي د پاکستان آئين خپلو وګړو ته د رنګ٬ ذات يا نسل نه يو خوا د آزادۍ ض??ان?? وركوي٬ حكومت د بشري حقونو تحفظ او ودې عزم لر?? او د رياست د هر وګړي د آزادۍ٬ عزت او د عزت نفس تحفظ لپاره به هڅې روانې ساتو۔ د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په اړه كومه چې “نن د دسمبر په لسمه نيټه” نمانځلې شي خپل پېغام كښې صدر ووئيل مونږ له مېرمنو ته د وراثت حقونه باوري كولو نه علاوه خاص كسانو ته سهولت وركولو له لا هڅې كولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل سږ كال د بشري حقونو ورځ سر خط “مساوات” او د يو ډي اېچ آر آرټيکل 1 –” ټول انسانان آزاد پېدا شو?? او عزت او حقونه ئې يو برابر دي” دے٬ مساوات او د عدم امتياز اصول د بشري حقونو پېژندګلي ده ٬ده ووئېل مساوات، جامعيت او په عدم امتياز آډانه ن??طه نظر عدم مساوات كمو?? او په ټولنه كښې سماج?? او اقتصادي ترقي ترلاسه كولو له مرسته كوي۔ صدر عارف علوي ووئيل نن په دې موقع په غېر قانوني د هند په قبضه كښې د مقبوضه كشمير اولس د آزادۍ هلو ځلو لپارهد پاكستان د عزم پخلے كوم۔ صدر ووئيل په نننۍ ورځ زه نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوم چې راوړاندې شۍ او د مقبوضه كشمير د اولس د بشري حقونو تحفظ او د ملګرو ملتونو د چارټر او د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې دوي ته د خپلواكۍ حق وركولو له خپل كردار ولوبوۍ