اسلام آباد 22 دسمبر(اے پي پي)د صنعت او پېداوار وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئېلي دي ګاډي اخستونكې دې په خپل نوم د ګاډي رجسټرېشن كوي٬كه د ګاډي اخستونكي په ??امه ګاډې رجسټرډ نه وي نو هغه به جرمانه كولې شي٬په ??ړوكي ګاډي به 50 زره روپۍ جرمانه لګولې شي٬ د موجوده حكومت پام لر??ه په ??ېواد كښې د ګاډو پیداوار زياتولو پلو ??ه ٬د ګاډو د پیداوار زياتوالي څخه به نه يوازې د روزګار موقعې راپېدا شي بلكې دې سره به غېر ملكي زرمبادله به هم بچ شي۔د شورو په ??رځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل ضرورت دے چې د هېواد په آټو انډسټري كښې مينو فيكچرنګ سېكټر زيات شي٬د تحريك انصاف په دور كښې د ګاډو 42 ماډلز راغلي٬مونږ پريكړه كړې چې د جوړو ګاډو په ځاے په ??ېواد كښې د ګاډو پیداوار زيات شي٬ ده ووئېل تېر كال په ځايې كچه 2 لكه 11 زره ګاډي جوړ كړې شوي ۔د حكومت لخوا متعارف كړې شوي د ميري ګاډي سكيم له مخې د تېرو پنځو مياشتو په ??هال 1 لك 61 زره ګاډي جوړ كړې شوي ۔ده ووئيل موجوده حكومت په ??ړومبي ځل ګاډي اخستونكي ته آسانۍ وركولو لپاره ډيوټي كمه كړې ك??مې سره جې د ګاډو ډيمانډ زيات شوے خو په ??اركيټ كښې په ډيمانډ او سپلائي كښې ښكاره فرق دے٬ ده ووئېل موجوده حكومت كښې 7 نوې پلانټس لګولي شوي كومو چې پروډكشن یپل كړے۔ده ووئيل زمونږ په ??ېواد كښې نزدې 50 لكه څخه زيات اېس اېم اي سېكټرز موجود دي چې پكښې آټو پارټ مينو فيكچر٬بيوټي پارلر٬ګارمنټس او 30 لكه كمرشل كنكشنز دي۔د دې پالېسۍ له مخې به خلكو ته كاروبار لپاره يو كروړ روپۍ قرض وركړے كېږي او د 40 نه تر 60 فيصد رسك به حكومت برداشت كوي۔ ده ووئېل تراوسه 9 كمرشل بېنكونو د دې بولي كړې خو حكومت هڅه كوي چې مائيكرو فنانس بينكس په دې كښې شامل كړي چې د دې دائره كار زيات شي۔