اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) د توان وفاقي وزير حماد اظهر وئيلي دي د سټېټ بېنك ګورنر، ډپټي ګورنر او د بورډ د ټاكنې اختيار وفاقي حكومت سره دے، اپوزيشن د قانون سازۍ متنازعه كولو هڅه كړې، مسلم ليګ ن د بند سياسي دكان پرانستلو هڅه كوي، په ژمي كښې په كراچې كښې ?? ګاز مسئله راپېدا شوې ، په ژمي كښې ب?? د ??راچې 1900 كارخانو ته ګاز بندولې شو خو سږ كال دوي د عدالت څخه د امتناع حكم ترلاسه كړے، هيله ده چ?? سبا به د سندھ هائي كورټ ښه پرېكړه راشي، ګاز لپار?? د ??ورونو صارفينو ته ترجيح وركوو. ده دا خبرې د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه پس د پرېس بريفنګ په مهال وكړې. وفاقي وزير ووئيل په ژمي كښې په كراچې كښې ?? ګاز د كمي ستونزه راپېدا شوې، په كراچې كښې د 1800 نه تر 1900 نان اېكسپورټ انډسټرې موجود دي، د كابينې هدايات له مخې د دې كمپنو ګاز بندولې شي او د كورونو صارفينو ته وركولې شي. ده ووئيل اوس دې كمپنو د عدليه څخه د امنتاع حكم ترلاسه كړے، 100 اېم اېم سي اېف ډي ګاز چې كله كراچې ته منتقل كړے شي نو دې سره ب?? د ??راچې د كورونو صارفينو ته ?? ګاز په وركړه كښې بهتري راشي. ده ووئيل د سندھ په هائي كورټ كښې به زمونږ وكيل خپل دلائل وركوي. وفاقي وزير ووئيل سټېټ بېنك او د دې اثاثه جات ب?? د ??فاقي حكومت ملكيت وي، په سټېټ بېنك اپوزيشن ډېر بحث وكړو، د دې متنازعه كولو هڅه ئې وكړه. ده ووئيل په كومو هېوادونو كښې چې سټېټ بېنك چې څومره خپلواكه وي، هلته خوشحالي هم دومره زياته وي. ده ووئيل د خزانې پخواني وزير سره په ګډه د سټېټ بېنك ډپټي ګورنر مني لانډرنګ كړے. ده ووئيل ټولو ته معلومه ده چ?? په تېر وخت كښې به څنګه په ټيليفون د اېكسچېنج رېټ زياتولو احكامات وركولې شول. ده ووئيل په ټوله نړۍ كښې ګراني ده، اپوزيشن دلته سياست كوي. ده ووئيل كه سټېټ بېنك آزاد ؤ نو په كال 2017م كښې به دومره لوي كرائسز نه راتلل