كراچې 20 فروري (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې زده كوونكي دې محنت وكړي، د ??ئي ټي په څانګه كښې دوي د زرګونو په شمېر موقعې لري. ده دا خبرې د اتوار په ورځ په نېشنل سټېډيم كښې د سېلاني وېلفيئر ان??رنېشنل ټرسټ تر سيوري لاندې د صدارتي اقدام مصنوعي ذهانت او كمپيوټنګ ګرېنډ ان??ري ټېسټ 2022م ته د وېنا كولو په مهال وكړې. صدر مملكت ووئيل چې په ټوله نړۍ كښې د ??ئي ټي په څانګه كښې د مهارت ??رونكو 8 كروړه خلقو ضرورت دے. ده ووئيل چې تاسو به د ملازمت نه بلكې د ان??ر پرېنورشپ موقعې ولرئ. ده ووئيل چې حكومت د ??ئي ټي څانګې سره هر ډول مرسته كوي، د دې څانګې پ??مختګ لپاره قوانين جوړ كړے شوي دي. ډاكټر عارف علوي ووئيل چې حكومت د ډېجيټل سكل پروګرام پشان يو شمېر پروګرامونه پېل كړي دي كوم چې مفت دي او د آن لائن كلاسونو د لارې د ??ئي ټي تعليم وركوي. ده ووئيل چې د زرګونو په شمېر زده كوونكو د دې پ??وګرام څخه استفاده كړې ده او په ډالرو كښې ګټه كوي. صدر مملكت ووئيل چې په دې څانګه كښې مالي ضرورت ??ي، تاسو ته د فكر كولو ضرورت ??شته ځكه چې حكومت تر 10 لكه روپو مالي مرستې لپاره كامياب ځوان پروګرام هم پېل كړے دے. ده ووئيل چې د دې پ??وګرام له مخې مالي اسانيې ترلاسه كول ډېر اسان دي او دا د سود نه پاك دے. صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په ټوله نړۍ كښې د كډوالو په ستونزو خبرې كولو سره ووئيل چې كډوال ډېرو ستونزو سره مخ شوي ځكه چې دوي بېلا بېلو هېوادونو ته د داخلې اجازه نه لرله خو دا پاكستان وو چې 40 لكه افغان كډوالو ته ئې پناه وركړه او هغوي د څلوېښت كلونو نه دلته مېشته دي. د يادونې وړ ده چې د صدارتي اقدام په دې ټېسټ كښې د سندھ د بېلا بېلو سيمو كښې د 25000 نه زياتو زده كوونكو برخه واخسته.