اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په نړيواله كچه د تېلو بيعه كښې د زياتوالي او د ګرانۍ باوجود هم په هېواد كښې د پیټرول او ډيزل د يو ليټر بيعه لس روپۍ او د برېښنا د يونټ بيعه د پنځو روپو كمولو ??ره مستحقو كورنيو ??ره مالي مرسته د 12 زره روپو نه تر 14 زرو روپو رسولو٬كور جوړول٬ كروندګرو ته او كاروبار لپاره د 407 اربه روپو قرض وركول ٬ انټرنشپ كوونكو ځوانانو ته د 30 زره روپو وظيفې وركول٬سمندر پورې پاكستانيانو ته د سرمايه كارۍ يا جوائنټ وينچر په صورت پنځه كاله د ټېكس رعايت او په آئي ټي سټارټ اپ د 100 فيصده كيپيټل ګين ټېكس ختمولو اعلان ??ره وئېلي دي تر راتلونكې بجټ به د برېښنا او پیټروليم مصنوعات بيعه نه زياتېږ ٬كورونو جوړولو لپاره 1400 اربه روپۍ قرض وركړے كېږي٬هېواد او معيشت په سمه لار رو??ن شوي ٬مافياز د صحافت د آزادۍ په نوم بليك ميلنګ كوي٬په سوشل مېډيا د خلقو په ضد فيك خبرونه چلولې شي٬دا د كوم ځاے صحافت دے٬د آزاد كشمير وزيراعظم په اړه په درېو ورځپانو كښې چې كوم غېر اخلاقي مواد چاپ شوي ٬كه په برتانيه كښې داسې شوي وو نو دومره لويه هرجانه به وه چې ورځپاڼې به بندې شوې وې٬د فيك نيوز خاتمې قانون ??ره به ښه او وظيفائي خبريالان خوشحاله شي٬حكومت د مېډيا د تنقيد نه كومه ستونزه نه لري۔د ګل په ماښام قام ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل نن په مهمو چارو خپل قام ته مخاطب يم٬په نړۍ كښې په تندۍ ??ره صورتحال بدلېږي او په پاكستان يې هم آغېز كېږي٬د پاكستان د خارجه پالېسۍ په اړه وزيراعظم ووئيل ده په دې وروستيو كښې د چين او رو??يې دوره كړې٬زما والدين په غلام هندوستان كښې زېږېدلې وو٬هغوي تل ماته دا احساس راكړے چې آزادي څومره لويې نعمت دے٬زما تل دا خواهش پاتې شوے٬چې زمونږ خارجه پالېسي آزاده وي٬آزاده خارجه پالېسي هغه وي كومه چې د خپل هېواد او اولس په ګټه جوړه شوې وي٬ ده ووئېل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد د امريكې په جنګ كښې برخه اخستې ٬ ما تل وئېلي دي چې دې جنګ ??ره زمونږ هېڅ تعلق نشته٬بايد مونږ په دې جنګ كښې ګډون نه ؤ كړېے ٬اول مونږ د شوروي اتحاد په ضد په افغان جهاد كښې ګډون وكړو او د نائن اليون نه پس مونږ د امريكې اتحاديان شو۔ ده ووئېل په افغانستان كښې د رو??يې د غېر ملكي قبضې په ضد هلې ځلې جهاد ؤ خو د نائن اليون نه پس جنګ ته ترهه ګري ووئيلې شوه ۔ده ووئيل دا خارجه پالېسي د پاكستان په ګټه نه وه٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ 80 زره قربانۍ وركړې٬ 35 لكه خلق د خپلو سيمو نه په كډه كولو مجبور شول او د يو نيم سل اربه ډالرو زيان وشو۔وزيراعظم ووئيل دا مونږ لپاره د شرم خبره وه چې د نړۍ په تاريخ كښې په وړومبي ځل يو هېواد چې چا لپاره جنګ كولو هغه د هم ??غه بريدونو ??ره مخ ؤ ٬په مونږ د ډرون بريدونه وكړې شول كوم چې د شرم وړ دي۔وزيراعظم ووئيل پوځي امران استعمالول آسان وي ځكه چې دوي غواړي چې نړۍ يې تسليم كړي خو د پوځي امر مشرف په دور كښې يوازې لس ډرون بريدونه او د زرداري او نواز شريف په جمهوري دور كښې 400 ډرون بريدونه شوي٬وزيراعظم ووئيل كه زمونږ آزاده خارجه پالېسي وې نو بايد زمونږ جمهوري واكمنو امريكې ته وئېلي وو چې په ډرون بريدونو كښې بې قصوره خلق وژلے كېږي خو زرداري او نواز شريف د ډرون بريدونو په ضد يو بيان هم ??ه دې وركړې بلكې د آصف علي زرداري په اړه د برتانيې ورځپاڼې ليكلې وو چې زرداري وائي په ده د بې قصوره خلكو د وژلے كېدو هېڅ فرق نه پرېوزي٬وزيراعظم ووئيل واكمن داسې په هغه وخت كښې وئېلې شي چې كله د دوي پيسې جائيدادونه او د اربونو ډالرو اثاثې او آف شور اكاؤنټس د هېواد نه بهر وي٬دوي بيا د پيسې بچ كولو فكر لري۔وزيراعظم ووئيل قام دې په راتلونكي وخت كښې د ووټ اچولو نه وړاندې پريكړه وكړي چې كه آزاده خارجه پالېسي غواړي نو داسې ګوند او مشرانو ته دې ووټ ورنه كړي د كومو چې پيسه او اثاثې د هېواد نه بهر وي۔وزيراعظم د چين او رو??يې د اوسنۍ دورو په اړه ووئيل دې دورو ??ره زمونږ هېواد عزت ترلاسه كړے ٬وخت به ثابته كړي چې مونږ پاكستان ته ډېره ګټه راوړې٬مونږ له د رو?? نه 20 لكه ټنه غنم راوړل دي٬روس د نړۍ 30 فيصده ګاز لري٬مونږ دوي ??ره د ګاز لوظ نامې كړي٬ چين ??ره د سي پېك د دوهم ??ړاو له مخې چې مونږ كومې لوظ نامې كړي هغه به هم ډېرې زر قام ته ورمخې ته كړې شي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل په يو بله مهمه معامله خبره كول غواړم هغه دا چې يوه ايشو جوړه شوې چې حكومت د صحافت په آزادۍ بندېزونه لګوي۔ده ووئيل پيكاقانون په كال 2016م كښې جوړ كړے شوے ؤ ٬مونږ يوازې په دې كښې ترميم كوو٬چې كوم مشر چې كرپشن نه وي كړے او هغه قانون نه ماتوي هغه د صحافت د آزادۍ نه كوم خطر نه لري۔په مېډيا كښې 70 فيصده خبرونه زمونږ په ضد وي خو په مونږ د دې هېڅ فرق نه كېږي٬دا قانون مونږ د حكومت په ضد د تنقيد په وجه نه بلكې د دې لپاره راوړې چې په سوشل مېډيا داسې غېر اخلاقي مواد راځي كوم چې زمونږ د مذهب او د معاشرتي اقدارو په ضد دي ٬ده ووئېل چائلډ پورنوګرافي كېږي٬په نړۍ كښې بل چرته داسې نه كېږي٬اېف آئي اے ??ره 94 زره كيسونه پراته دي٬د خلكو كورونه ويجاړ شول٬تراوسه يوازې د 38 كيسونو پريكړه شوې٬وزيراعظم هم ??ه دے بخښلے شوے٬يو خبريال زما په كور ودانې تور لګولے او په بني ګاله كښې يې زما د كور په اړه هم په ما تورونه لګولې وو٬ما د دغې په ضد مقدمه كړې خو درې كاله وشول وزيراعظم انصاف ترلاسه نه كړو اوس هم ??غه خبريال بيا خبرونه وركوي٬ ده ووئېل كه وزيراعظم ??ره داسې كېدې شي او داسې مېرمنو ??ره چې سياست ??ره يې هېڅ تعلق نه وي نو عامو خلكو ??ره به څه كېږي۔وزيراعظم ووئيل د نواز شريف په دور كښې چې كله دې خبريال تنقيد كړے و نو درې ورځې بند كړے شوے ؤ او وهلې شوے ؤ ۔وزيراعظم عمران خان ووئيل يو وزير په لندن كښې انصاف ترلاسه كړو٬مراد سعيد هم په برتانيه كښې انصاف ترلاسه كولو لپاره د مقدمې سوچ كوي٬د شوكت خانم په اړه جنګ ګروپ ليكلې وي چې د شوكت خانم پيسه پي ټي آئي ته رو??نه ده٬زمونږ دريځ نه و اخستلے شوے٬د حنيف عباسي د تورونو په ضد شوكت خانم رو??تون كيس ګټلے خو لس كاله وشول چې انصاف ترلاسه نه شو٬اوس شوكت خانم په لندن كښې د كيس كولو سوچ كوي۔وزيراعظم ووئيل د صحافت د آزادۍ په نوم مافياز بليك ميلنګ كوي۔ وزيراعظم ووئيل په نړۍ كښې په تندۍ ??ره صورتحال بدلېږي٬نورې نړۍ ??ره سره په پاكستان هم د بدلېدونكې صورتحال آغېز كېږي٬په كال 2018م كښې پاكستان د تاريخ تر ټولو لويې خسارې ??ره مخ ؤ ۔ده ووئيل د زر مبادله ذخيرې د درېو اونيو د درآمدات برابر وې۔وزيراعظم ووئيل كورونا وباﺀ د ټولې نړۍ معيشتونه ځپلي دي ٬د لاك ډاؤن نه پس په نړۍ كښې د ګرانۍ طوفان راغلے خو د كورونا مخ نيوي لپاره د پاكستان د حكمت عملۍ په سبب مونږ د معيشت او ژوند په بچ كولو كښې بريالې شوي يو۔وزيراعظم ووئيل د كورونا مخ نيوي په اړه د نړۍ لويو ادارو د پاكستان ستائنه كړې٬اكانومسټ او نړيوال بېنك د پاكستان اقدامات ستائېلي٬ ده ووئېل يو خوا مونږ كه د كورونا په ضد مبارزه وكړه نو بل خوا پوليو هم صفر شوه۔ وزيراعظم عمران خان ووئېل زمونږ د حكومت احساس پروګرام په ټوله نړۍ كښې ستائېلے شوے٬د موسمياتي بدلون په ضد په اقدامات كولو هم د پاكستان ستائنه شوې۔ده ووئيل دا وخت په نړۍ كښې په 40 كلونو كښې تر ټولو زياته ګراني راغلې۔په كاناډا كښې د 30 كاله او په تركيه كښې د 20 كالو د ګرانۍ رېكارډ مات شوے ۔وزيراعظم د ماضي ذكر كولو ??ره ووئيل د پيپلز پارټي په وړومبي دور كښې 13.9 فيصد ګراني راغلې وه٬ ده ووئېل د پيپلز پارټي په دوهم دور كښې 8.3 فيصد ګراني راغلې وه٬د (ن)ليګ په پخواني دور كښې په نړيواله كچه د تېلو بيعې تر ټولو ټېټې وې٬د پاكستان تحريك انصاف په وړومبو دريو كلونو كښې 8.5 فيصد ګراني راغلې۔وزيراعظم ووئيل مونږ د كشالو نه راوتلې يو٬حكومت هر وخت په اولس د بوج كمولو فكر كوي۔هېواد او معيشت اوس په سمه لاره رو??ن شوي۔وزيراعظم ووئيل د صحت كارډ پشان آسانې په پرمختلليو هېوادونو كښې هم ??شته٬په پنجاب كښې به د مارچ تر آخر هره يوه كورنۍ د صحت كارډ آسانې ولري چې د لارې به يې تر لس لكه روپو علاج د كوم هم ??رائيوېټ رو??تون نه وكړې شي٬دې ??ره به د صحت يو نظام جوړ شي او په كلي والو سيمو كښې به هم رو??تونونه جوړ شي٬غريبۍ كورنۍ به هم د پرائيوېټ رو??تون څخه د علاج آسانې ترلاسه كړې شي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل حكومت به د تېرو دريو كلونو په مهال د يوې ستونزې نه راوتلو نو بلې ستونزې ??ره به مخ شو خو په دې ټول وخت كښې ما او زما حكومت په اولس د بوج كمولو سوچ كړے۔وزيراعظم ووئيل هېواد او معيشت اوس په سمه لار رو??ن شوي٬د بلومبرګ او آئي اېم اېف رپورټونه زما د دې خبرې تصديق كوي چې پاكستان اوس د سخت وخت نه په سمه لار رو??ن شوے