اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمرا ن خان وئيلي دي راوي اربن ډويلپمنټ اتھارټي او سنټ??ل بزنس ډسټرکټ والټن لاهور د ماحولياتي توازن او بهتري لپاره د اهميت وړ منصوبې دې۔ د دې خيالاتو څرګند??نه ده د جعې په ورځ د راوي اربن ډويلپمنټ اتھارټۍ او د سنټ??ل بزنس ډسټرکټ والټن لاهور د منصوبو پېشرفت لپاره د جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو په مهال كړ??۔ وزيراعظم ووئيل په وړومبي ځل د دې منصوبو د لارې وسائل په سم ډول پكار راوستلے شي٬ دا منصوبې په دې لحاظ مثالي وي چې ورسره به په لويه كچه سرمايه كار راشي۔د دې نه وړاندې د راوي اربن ډويلپمنټ اتھارټۍ چيف اېګزيکټو آفيسر عمران امين وزيراعظم د منصوبې پېشرفت په اړه ووئيل په بېلا بېلو منصوبو چې پكښې چهار باغ ، انډسټريل سټېټ ، واټر ټرېننګ ورك، سفائربے او د وېسټ ټريټمنټ پلان پشمول په بېلا بېلو منصوبو په تندۍ سره كار روان دے او ټول انتظامي او ماحولياتي مسئلې لرې كړ?? شوي ۔ وزيراعظم د باب پاكستان جوړولو پحقله هم خبر كړ?? شو٬ د كال 1900ء څخه تر اوسه د والټن تاريخ به په عجائب ګھر كښې خوندي كولې شي٬ د دې نه علاوه د اېل اېن جي پاور پلانټ به هم لګولې شي او په سنټ??ل بزنس ډسټرکټ كښې به يو جديد ټيچنګ روغتون هم جوړولې شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول په والټن منصوبه هم كار په تندۍ سره روان دے او د راتلونكي كال تر مارچ د بشپړېدو امكان دے۔ وزيراعظم د پېنډۍ ناله لئي او رنګ روډ منصوبو د پېشرفت نه هم خبر كړ?? شو۔ وزيراعظم ووئيل دا ټولې منصوبې د هېواد قامي ګټې لپاره ډېرې مهمې دې۔ ده اړوندو چارواكو ته امر وكړو چې د دې منصوبو په تندۍ سره بشپړولو كښې بې غوري ??نه كړئ۔ په غونډه كښې وزير مملكت فرخ حبيب٬ ډاکټر شهباز ګل، د پنجاب وزيراعليٰ سردار عثمان بزدار، د نيا پاکستان هاٶسنګ اېنډ ډويلپمنټ اتھارټۍ چيئرمين ليفټيننټ جنرل (ر) انور علي حېدر، د راوي اربن ډويلپمنټ اتھارټي سي اي او عمران امين او اړوند چارواكو ګډون وكړو او د ځائي حكومتونو صوبائي وزير محمود الرشيد، د پنجاب وزيراعليٰ سلاحكار ډاکټر سلمان شاه، د پنجاب حکومت وياند حسان خاور او د پنجاب اړوند چارواكو د وېډيو لنك د لارې په غونده كښې ګډون كولو