اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د 20 لكه خلقو اعلان كوونكي نن د فېس سېونګ په لټون دے، يو خوا كه وزيراعظم د هېواد د رغونې او پرمختګ سفر روان ساتلے نو بلخوا تخ??يب كار او فساديان يو ځل بيا په كانټينر ولاړ دي، وزيراعظم د دې نالائقو، نااهلو او كرپټ ټولګي د تباهې سم??لو هڅې كوي. د شورو په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا ك??لو په مهال د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل عمران خان په كال 2014م كښې هم په پارلمان او پي ټي وي بريد كړے و، د س??ل نافرمانې تحريك ئې چلولے و، بلونه ئې سوځولي وو، د هغه وخت د وزيراعظم په ضد ئې نعرې وهلې وې، د سترې محكمې په وړاندې ئې ناولې جامې راځوړندې كړې وې او دا ټول مناظر د پاكستان اولس ليدلي وو. هغې ووئېل نن يو ځل بيا دې ټولګي د خونړي مارچ اعلان كړے او د انتشار او فساد ك??لو هڅه ئې كړې. ه??ې اولس ته مباركي ورك??لو سره ووئيل اولس نن د فساد او انتشار سياست رد كړے، نن د س??است څخه د لشكر كشۍ خاتمه شوې ، اوس څوك ټولګي جوړ??لو سره په پارلمان او رياست بريد نه شي كولې. هغې ووئيل د خپل ضد، تكبر، فساد ، انتشار او فتنې سوچ سره د ټول پاكستان يرغمال ك??لو خواهش لرونكي كس سياست د پاكستان اولس نن رد كړے دے.