مانسهرہ۔ 29مئی(اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) نائب صدر مريم نواز وئيلي دي چې وزيراعظم شهباز شري?? د ??اكستاني اولسي ريښتنې خادم دے٬ څنګه چې هغه د پنجاب تقدير بدل كړې د اولس په ملګرتيا كولو به هغه د پاكستان تقدير هم بدل كړي٬ مانسهرہ او هزار?? د ??واز شریف وه ٬ ده او وي به٬ په سركاري چورلكو او ګاډو انقلاب نه راځي٬ عمرا?? خان چې هېواد ته كوم زخمونه وركړې دي د نواز شريف او شهباز شريف په مشرۍ كښې به په هغې مرهم لګوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې په مانسهره كښې د پاكستان مسلم ليګ نون ع??يم الشانې اولسي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ مريم نواز ووئيل عمرا?? خان چې په بې حسۍ كښې كوم زخمونه پاكستان ته وركړې دي د دې ازاله آسانه نه ده خو د نواز شريف او شهباز شريف په مشرۍ كښې به په دې مرهم لګوؤ۔ دې ووئيل د كے پي كے د ټېكس په پېسو اخستې شوې صوبائي چورلكې او ګاډي مارچ له وكارولې شؤ٬ دا ګاډي او دا چورلكه د فرح ګوګي په حرامو پېسو اخستلې شوې نه وه٬ دوئي د دې د كارولو هېڅ حق نه لرلو بلكې دا د كے پي كے او د ګلګت بلستان د اولس ملكيت وو۔ دې ووئيل د قوم بچي په ګرمۍ كښې په سړكونو ولاړ وو او د عمرا?? خان خپل بچي بهر هېواد كښې مېشته دي۔ دې ووئيل انقلاب د چورلكې او سركاري ګاډو د لارې نه راځي او نه يو ټرن اخستو سره بني ګاله پلو تللو سره راځي۔ دې ووئيل انقلاب هغه وخت راځي كله چې نواز شري?? د ??دليې بحالۍ لپاره راووتلو نو د ده ګوجرانوالې ته رارسېدو نه وړاندې عدليه بحال شوه۔ دې ووئيل وزيراعظم شهباز شري?? د ??ختو حالاتو باوجود د اوړو او چينو په بيعو كښې كمي كولو سره اولس ته ريليف وركړو۔ دې ووئيل د پاكستان ستونزې لرې كولو له به سختې پرېكړې هم كوؤ۔ دې ووئيل هيله لرؤ چې اولس به د شهباز شريف ملګرتيا وكړي