اسلام آباد 20 جون (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې پاكستان په ټ??له نړۍ كښې د كډوالو تر ټولو زياتې آبادۍ كوربتوب كوي٬د افغان كډوالو لپاره په نړيواله مرسته كښې د پرله پسې كمي باوجود پاكستان هغوي ته ټول ممكنه آسانۍ وركوي٬پاكستان به په ټ??له نړۍ كښې د كډوالو مسئلو پائيدار حل لپاره نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه كار كوي۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د دې خيالاتو څرګندونه د كډوالو نړيوالې ورځې په موقع په خپل پيغام كښې كړې۔ده ووئيل چې دا نړيواله ورځ د كډوالو مسئلې ګڼل او د هغوي د خراب حالت پيژندلو موقع وركوي۔ 1979 راهسې ګڼ افغان كډوال پاکستان ته راغلې دي، افغانستان کورني حالاتو په وجه تيرو څلورو لسيزو ريهسې دا سلسله راروانه ده۔ ده ووئيل قامي کووډ پروګرام ترمخه 14 لكهه رجسټرډ افغان كډوالو او 8.5 لکهه افغان سټېزن کارډ لرونكو له د ټېسټنګ او ويكسين آسانۍ هم وركړې شوې دي،دې لپاره كډال بايد د پاکستان په عزم څه شك ونه كړي ۔ صدر ووئيل نړيوالي ورورولۍ د دې نړيوال مقصد لپاره د پاكستان د مرستې اعتراف ??ړې دې،د ??ډوالو ښېګړې لپاره د پاکستان د عزم په اړه بايد كوم شك ونه كړې شي۔صدر مملکت ووئيل ټ??له نړۍ كښې به پاكستان د كډوالو مسئلو حل كولو لپاره د نړيوالي ورورولۍ سره په ګډه كار كوي