اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې پاكستان به د كشميريانو د خپلواكې د حق سياسي، اخ??اقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي، په سوئيلي اسيا كښې پائيدار امن د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له ??خې د شخړې سوله ايز حل سره تړون لري، د هند قابض ځواكونو ظلم، تفريق او ناانصافې س??ه به هم د كشميريانو خوب تعبير ترلاسه كوي. د ايوان صدر د پرېس څانګې له ??خې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي دا خبرې د جو و كشمير د يوم الحاق پاكستان په موقع په خپل پېغام كښې وكړې. صدر مملكت ووئيل چې په پاكستان او ټوله ??ړۍ كښې كشميرې اولس پاكستان سره د جمو و كشمير الحاق په ياد كښې دا ورځ لمانځي. نن مونږ د كشميري اولس د خپلواكې حق لپاره د دوي د هڅو د ملاتړ پخلې كوو. صدر مملكت ووئيل چې دا ورځ په كال 1947م كښې د منظور كړې شوي تاريخي قرارداد په رڼا كښې د رياست جمو و كشمير پاكستان سره الحاق حقيقت جوړولو لپاره لمانځلې شي. مونږ نن بهادر كشميري اولس سره په تاريخي هڅ?? كښې د دوي د ملګرتيا كولو د عزم پخلې كوو. ده ووئيل چې په سوئيلي اسيا كښې پائيدار امن د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له ??خې د شخړې سوله ايز حل سره تړون لري، د هند قابض ځواكونو ظلم، تفريق او ناانصافې س??ه به هم د كشميريانو خوب تعبير ترلاسه كوي