اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې معيشت به د پرمختګ په لار روانولې شي او په ??اتلونكو څو اونيو كښې به په ??ېعو كښې د اضافې په معامله قابو وموندلې شي، راتلونكې اونۍ به په ??وپيه فشار كم شي. ده دا خبرې رېډيو پاكستان سره د خاص خبرو په مهال وكړې. د خزانې وزير ووئيل چې د غوره فېصله ??از?? په نتيجه كښې به د روان مالي كال ټاكل شوي معاشي اهداف ترلاسه كړې شي. ده ووئيل چې په لوېديځه نړۍ كښې زياتېدونكې كساد بازاري په نظر كښې ساتلو سره په ??رآمداتو كښې اضافه يو لوي چېلنج كېدے شي او په ??ې تناظر كښې به مونږ ته خپل برآمدات زياتولو ته پام كول وي. د خزانې وزير د ځينې حلقو لخوا پېدا كړې شوې دا تاثر رد كړو چې په ??ې وروستيو مياشتو كښې د هېواد ترسيلات زر، برآمدات او د ټېكس په وصولې كښې كمې راغلې. ده ووئيل چې د مئي او جون په مياشت كښې ريكارډ ترسيلات زر شوي، اېف بي آر خپل اهداف ترلاسه كړي دي