اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر وئيلي دي پاكستان په دې خبره پوخ باور ??ري چې د رياستونو اړېكې په ش??يك احترام٬ په كورنيو چارو كښې د عدم مداخلت تر مخه لرل او د ملګرو ملتونو د چارټر٬ نړيوال قانون او د دوه اړخيزه لوظنامو اصولو برقرار ساتلو سره د مسئلو سوله ايز حل پكار دے۔ دا خبره ده په تاشقند كښې د شنګھائي مرستې تنظيم ايس سي او دوه ورځني اكنامك فورم ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ سيد نويد قم?? ووئيل د شنګھائي مرستې تنظيم غړي د نړيوال معيشت نزدې 20 فيص??ه او د آبادۍ 40 فيصده دي٬ تنظيم كښې د سيمه ايزو اړيكو د لارې غړو هېوادونو ځانګړي پرمختګ كړے خو تراوسه دې صلاحيتونو څخه په بشپړه توګه ګټه نه ده پورته كړې شوې۔ سيمه ايز تجارت، معيشت، سرمايه کاري، سائنس او ټيکنالوجي، كلتور ٬ بشري خواخوږي او نورې موقعې د غړو هېوادونو ترمېنځه مرسته په ځانګړې توګه قوي كولې شي۔ سيد نويد قم?? ووئيل دا د هلو ځلو په بېلا بېلو څانګو كښې ګڼ اړخيزه اثر باوري كوي، غړي هېوادونه يو بل ته نزدې كول دي او د دوي ترمېنځه تفاهم لا قوي كول دي٬ زه په دې وېنا خوشحالي محسوسوم چې پاكستان د خپل غړيتوب تر لاسه كولو نه پس سياسي، سکيورټي، اقتصادي، كلتوري او قانوني څانګو كښې مرستې ته وده وركولو لپاره د فعاله كردار لوبولو خواهش لري٬ ده ووئېل پاکستان په اېس سي او غړو هېوادونو سره ژورو تاريخي او كلتوري روابطو او قوي اقتصادي او تزويراتي اشتراك كښې شامل دے٬ زمونږ مفادات او مقاصد په پراخه كچه د ادارو او مسئلو سره تعلق لري۔ ده ووئيل پاکستان د شنګھائي مرستې تنظيم ته ډېر اهميت وركوي ځكه چې دا زمونږ سيمه ايز امن، استحکام او پرمختګ سره سره د سيمه ايزې مرستې لپاره د خپلې خوښې رامخې ته كولو اجازه وركوي۔وفاقي وزير سيد نويد قم?? ووئيل پاكستان په دې خبره پوخ باور ??ري چې د رياستونو اړېكې په ش??يك احترام٬ په كورنيو چارو كښې د عدم مداخلت نه كولو تر مخه پكاردي او د ملګرو ملتونو د چارټر٬ نړيوال قانون او د دوه اړخيزه لوظنامو اصولو سره د مسئلو سوله ايز حل پكار دے