اسلام آباد 13ستمبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره وړو او كاټيج انډسټريز ته د پرمختګ وركولو په حاجت زور راوړل?? سره وئيلي دي د دې په نتيجه كښې به نه يواځي وګړو ت?? روزګار ترلاسه شي بلكه د هېواد په معيشت به هم مثبت اثرات مرتب شي، موجوده برآمدي منډيانو كښې خپلي رسني زياتولو او نوو برآمدي منډيانو لټول?? سره به د هېواد صنعتي او كاروباري څانګو كښې ښه والے راشي ، معيشت له دستاويزي شكل وركول?? سره به د ټيكس لوئې مسئلې حل شي او د ټيكس چارواكو استحصال او بدانتظامي به كمه كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر د سرګودھا چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري (ايس سي سي آئي) د سيورې لاندې اچيومنټ ايوارډز دستورې ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د سرګودھا چيمبر صدر چوهدري شعيب احمد بسرا هم خطاب وكړو۔دستوره كښې سفارت كارو، اېس سي سي آئي عهديدارو او نورو مهمو شخصياتو ګډون كولو۔ صدر مملكت دستورې ته وينا كښې ووئيل هېواد كښې د هائي ټيك كاروباري عمل معارفي كولو او اختراعي آئيډياز د لارې كاروبار كښې آساني راپيدا كيدې شي ، پاكستان كښې وړو ، ميينځني درجې او لويو صنعتونو ت?? پرمختګ وركول?? سره د هېواد معيشت ښه كيدے شي۔ ده ووئيل بايد سوداګر ځوانان هنر منده جوړول?? سره سره وړو او كاټيج انډسټريز پرمختګ ته خاص پام لرنه وكړي، پاكستان اي او ډي بي انډيكس كښې خپله درجه بندي ښه كولو له كوټلي اقدامات كړي۔ده سوداګري ورورولۍ ته ووئيل چې په رضاكارانه ډول واجب الادا ټيكس جمع كړي كوم چې حكومت له سړكونو ، يوټيليټيز او نور خدمات ښه كولو له سرمايه وركوي او دې سره به سوداګري ورورولۍ له ځائي او نړيوالو ماركيټونو كښې خپل كاروباري عمل لا ښه كولو او بيعو كښې مسابقت پيدا كولو له مرسته تر لاسه شي۔ ډاكټر عارف علوي په ك??روباري ورورلۍ زور راوړو چې د معيشت ډيجيټلائزيشن لپاره ك??ر وكړي، معيشت له دستاويزي شكل وركول?? سره به د ټيكس لوئې مسئلې حل شي او د ټيكس چارواكو استحصال او بدانتظامي به كمه شي۔صدر مملكت د هېواد چيمبرز او په خاص توګه د سرګودھا چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري د سيمې سوداګرو ت?? لارښوونه ستائېل?? سره ووئېل چيمبرز آف كامرس مهمي ادارې دي كومې چې كاروباري ورورولۍ له٬ صنعتي او كاروباري څانګي له د جديد ټيكنالوجي خپلولو او د خپلو مصنوعات او خدمات لپاره غير ملكي منډيانو لټون لپاره كوټلي فورمز سره وژن او قيادت وركوي۔دې څخه وړاندې صدر ډاكټر عارف علوي دستوره كښې د بيلو كمپنيو ، كاروباري ادارو او چيمبر نمائندګانو له په ښه ك??ركردګۍ ايوارډ وركړل۔