اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد ??ادق سنجراني په بلنه د پاكستان درې ورځنۍ دوره كونكې د بين الپارليماني ائتلاف صدر دوارتے پشیګو په درناوي كښې د سېفران وفاقي وزير سېنېټر محمد ??لحه محمود د ماسپخښين مېلمستياﺀ وركړې چې پكښې د سینیټ چیئرمین محمد ??ادق سنجرانی، د سېنېټ دوهم چیئرمین مرزا محمد ??فر??دی،د مېلمستياﺀ او د اقتصادي چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر فیصل سلیم رحمان،د پیټروليم لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر عبدالقادر،د سېنېټ د دفاع قائمه كمېټۍ چيئرمېن سینیټر مشاهد حسین سید،د کامرس اينډ انډسټري قائمه كمېټۍ چيئرمېن سینیټر ذیشان خانزادہ،د مواصلات قائمه كمېتۍ چيئرمېن سینیټر پرنس احمد ??مر ،د قامي ورثه قائمه كمېټۍ چيئرمېن سینیټر افنان اللہ خان، سینیټر مصطفٰی نواز کھوکھر، سینیټر بهرہ مند خان تنګی، سینیټر دنیش کمار او د آزاد جمو كشمير پخوانې وزيراعظم سردار عبدالقیوم نیازی ګډون وكړو۔سېنېټر محمد ??لحه محمود په دې موقع په خبرو كښې د آئي پي يو صدر په پاكستان كښې د بارانونو او سېلاب څخه په پاكستان كښې د شوي مالي او ځاني زيان په اړه تفصيلې خبر كړو۔سېنېټر طلحه محمود ووئيل پاكستان دا مهال د سخت حالات څخه تېرېږي٬د بارانونو او سېل??بو??و څخه چې كومه تباهي پیدا شوې هغه نه شو بيانولې۔ده ووئيل په سندھ٬بلوچستان٬سوئېلي پنجاب او د ??ېو??د په شمالي سيمو كښې په لويه پېمانه تباهي شوې۔ده ووئيل د ګڼو سيمو د زمكي رابطه منقطع شوې وه چې په سبب يې د رېليف او بحالۍ په كارونو كښې سختې ستونزې رامخې ته شوي۔ده ووئيل په سېلاب ځپليو سيمو كښې د روغتيا او خوراك قلت سختې مسئلې رامخې ته دي۔ده ووئيل ټولې نړۍ له په دې سخت وخت كښې د پاكستان م??ست?? كول پكار ده۔د آئي پي يو صدر دې د پاكستان موجوده صورتحال څخه ټوله نړۍ خبر كړي۔د آئي پي يو صدر ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ پاكستان سره ولاړ يو٬نړۍ ته خواست كوم چې هغوي د پاكستان بحالۍ او بيا رغونه كښې م??ست?? وكړي۔ده ووئيل موسمي بدلون د نړۍ تر ټولو لوي چېلنج جوړ شوے د كوم چې منفي اثرات په پاكستان هم مرتب شوي۔نور ??ېو??دونه دې هم د پاكستان لپاره په دې اړه كار وكړي۔ده د ماسپښين په مېلمستياﺀ د سېفران وفاقي وزير سېنېټر محمد ??لحه محمود مننه وكړه۔د آئي پي يو صدر د سېنېټ چيئرمېن محمد ??ادق سنجراني د پاكستان دورې په بلنه او تود هركلي د زړه نه مننه وكړه۔ده ووئيل پاكستان يو مېلمه دوست ??ېو??د دے٬ماته چې پاكستان كښې كومه مينه او عزت راكړے شو هغه د ستائنې وړ دے۔پاكستان يو پرامن او ښكلے ??ېو??د دے۔د سېنېټ چيئرمېن محمد ??ادق سنجراني د آئي پي يو صدر دوارتے پشیګو د پاكستان په دوره كولو مننه وكړه۔د آئي پي يو صدر د درې ورځنۍ دورې بشپړیدو نه پس د نوې هوائي مېدان اسلام آباد څخه روان شو۔ده د مېلمستياﺀ او د اقتصادي چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر فیصل سلیم رحمان مننه هم وكړه۔د آئي پي يو صدر د خپلې درې ورځنۍ دورې په مهال د پاكستان صدر ډاكټر عارف علوي٬د وزيراعظم محمد ??هباز شريف٬د سېنېټ چيئرمېن محمد ??ادق سنجراني٬د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف او نورو سره د اعلٰی كچ ملاقاتونه هم وكړل۔