اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د امريكې خپل هم څنګ انټوني بلنكن سره په واشنګټن كښې ليدلي دي ٬ په دې مهال امريكې په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د 56.1 ملين ډالر د وړاندې څخ?? د ??علان كړې مرستې نه علاوه د نورو 10 ملين ډالره د مرستې اعلان كړے۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزرير بلاول بهټو زرداري په واشنګټن كښې د امريكې خارجه وزير انټوني بلنكن سره ملاقات كړے۔خارجه وزير د امريكې خپل هم څنګ ته په پاكستان كښې د سېلاب له امل?? د ??باهۍ په اړه ووئيل چې پكښې 33 ملين څخه زيات خلق بې كوره شوي او د قيمتي زيان نه علاوه معاش ذريعو ته هم زيات زيان رسېدلے دے۔??ه د پاكستان حكومت او اولس د مرستې هلو ځلو په اړ?? د ??مريكې خارجه وزير خبر كړو او په مرسته يې د امريكې حكومت مننه وكړه۔خارجه وزير ووئيل چې كوم هم هېواد د دې سخ?? بحران پخپله يواځې مخ نيوې نشي كولے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان د موسمياتي بدلون څخه تر ټولو زيات ځپلے شوو هېوادونو كښې شامل دے ۔خارجه وزير ووئيل پاكستان د موسمياتي انصاف خوښي لري او په دې لړ كښې خپلو شراكتدارو پلو ګوري دغسې چې هغوي د دې موسمياتي آفت څخه وتلو له زمونږ مرسته وكړي۔خارجه وزي?? په منطقه كښې د ا??ن٬??لامتيا او اقتصادي خوشحالۍ ودې لپاره د پاكستان امريكې د اړيكو تاريخي او په زيات شوي اهميت زور راوړو۔د امريكې خارجه وزي?? په پاكستان ګښې د سېلاب له امله په قيمتي ځاني او په اقتصادي زيان پاكستان سر?? د ??مرازۍ او يووالي څرګندونه وكړه۔د?? د ??حالۍ او بيا رغونې چېلنجونو مخ نيوي كښې د پاكستان سره د مرستې جاري ساتلو د امريكې د عزم پخلے وكړو۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د بشري بحران مخ نيوي لپار?? د ??فغانستان د مرستې او په ضرورت هم خبرې وكړې او په دې خبره يې زور راوړو چې پاكستان به په افغانستان كښې امن٬پرمختګ او استحكام لپاره د نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه خپل كار جاري ساتي۔دغسې د امريكې خارجه وزير د افغانستان څخه د وتلو په مهال د پاكستان لخوا په ملاتړ مننه وكړه۔په خارجه محكمه كښې د پاكستان او امريكې ترمينځ?? د ??فارتي اړيكو 75مې سالګرې لمانځلو دستورې په موقع د امريكې خارجه وزير انټوني بلنكن د سېلاب ځپليو لپار?? د ??ضافي 10 ملين ډالره اعلان هم وكړو په كوم چې د پاكستان خارجه وزير د هغه مننه وكړه