اسلام آب??د 30 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې په مرګ ژوبله د افسوس څرګندونه كولو ??ره وئيلي دي ظلم او بربريت په لفظونو كښې نشي بيانېدے٬ د ترهګرۍ د بدلېدونكو خطرو په ضد نړيواله مرسته قوي كولو ته اړتيا ده۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم په كابل كښې په تعليمي مركز د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې په ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو ??ره غمژنو كورنيو او افعان اولس ??ره د غمرازۍ او همدردۍ څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم وو??يل لكه څنګه چې ما د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د خپلې وېنا په مهال وئيلي وٶ ترهګري نه يواځې افغانستان او پاكستان بلكې نړۍ لپاره خطر ده ٬ د ترهګرۍ د بدلېدونكو خطرو په ضد نړيواله مرسته قوي كول د وخت مهم ضرورت دے