آستانه 13 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهبازشريف او د تاجكستان صدر امام علي رحمان د دواړه هېوادونو ترمينځه معيشت،تجارت ، توان او رابطو څانګو كښې اړيكو قوي كولو ، كاسا 1000 منصوبې زر تر زره بشپړولو او سيمه كښې امن ، استحكام او سلامتيا لپاره په ګډه كار كولو ته سلا شوې۔ دا سلا د زيارت په ورځ رابطو ودې او اعتماد جوړولو اقدامات “سيكا” 6م?? مشرانو غونډي په موقع ملاقات كښې ر??غلي۔ وزيراعظم د تاجكستان صدر په هېواد كښې د سيلاب نه پس د حكومت د اړخه پيل كړې شوي بحالۍ كارونو په اړه خبر كړو۔ده د ماحولياتي بدلون له امله رامخې ته شوې قدرتي آفتونو زياتې شوې خطرې مخنيوي لپاره شريكو ه??و كولو په حاجت زور راوړو۔ صدر امام علي رحمان ده له په دې لړ كښې د تاجكستان د اړخه د پرله پسې مرستي باور وركړو۔ وزير اعظم تيره مياشت سمرقند كښې د شنګھائي مرستي تنظيم مشرانو غونډي په موقع د تاجكستان صدر سره د خپل ملاقات ذكر وكړو او بيلو څانګو كښې پرله پسې زيات شوې دوه اړخيزه اړيكو ئې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دواړه لارښودو د اعليٰ كچ رابطو، پارليمانونو ترمينځھ رابطو او په تكنيكي كچه ملاقاتونه لا زياتولو ته سلا شول دغسې چې مرستي ته لا وده ورګړې شي۔ وزيراعظم د توان په څانګه كښې د مرستي زياتولو په حاجت زور راوړو۔په دې موقع كاسا 1000 منصوبې زر تر زره بشپړولو له په ګډه كار كولو ته سلا شول۔ وزيراعظم سيمه كښې ر??بطو ته ودې وركولو اهميت رامخې ته كولو سره روډ ټرانسپورټ او فضائي رابطو په څانګه كښې په مرسته زياتولو زور راوړو۔ده تاجكستان له تر ګوادر او كراچۍ بندر ځايونو رسني وركولو د پاكستان د لوظ پخلې وكړو۔دواړو لارښودو د شريكي خوښي په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او سيمه كښې امن، استحكام او سلامتيا لا قوي كولو لپاره په ګډه كار كولو ته سلا شول۔