اسلام آباد 03 نومبر(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د عمران خان په لانګ مارچ كښې د ډزو د پېښې غندنه كولو ??ره وئېلي دي سياسي مېدان خوني مېدان جوړول نه دي پكار٬دا افسوسناكه پېښه ده چې د دې څومره غندنه وشي هم لږه ده۔د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې دې ووئيل بايد پیښې ته د سياسي رنګ وركولو هڅه ونه كړې شي??د پنجاب پوليس٬پنجاب انتظاميه٬د پنجاب استخباراتي اداره دې د پېښې پلټنو ??ره حقائق اولس ته وړاندې كړي۔دې ووئيل ما د اطلاعات سېنېټ قائمه كمېتۍ چيئرمېن فيصل جاوېد عكس وليدلو چې هغه ژو??ل شوے ٬د هغه روغ صحت لپاره لاس په دعا يو۔دې ووئيل وزيراعظم د پېښې ابتدائي رپورټ غوښتے دے ۔دې ووئيل دا پیښه د پنجاب حكومت په حدود كښې شوې۔دې ووئيل د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثن??ﺀ الله د پنجاب حكومت٬د پوليس آئي جي او د پنجاب چيف سېكرټري ??ره په رابطه كښې دے ٬څنګه چې مصدقه اطلاع ترلاسه شي هغه به مېډيا ??ره شيئر كړې شي۔دې ووئي?? پنجاب حكومت ته چې كوم ډول هم مرسته پكار وي وفاقي حكومت به وركوي۔مونږ د پنجاب حكومت د رپورټ په طمعه يوو