اسلام آباد۔4 نومبر(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي په عمران خان ترسره شوې بريد دې د سياسي مقصدونو او ګټو ترلاسه كولو ذريعه جوړه نه كړې شي٬ د پېښې بايد بشپړه پلټنې وكړې شي٬ دغسې چې ??صل تورن رامخې ته كړې شي۔ د جمعې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د خپلو خيالاتو څرګندونه كولو په مهال ده ووئيل پرون چې كومه پېښه رامخې ته شوې دې ايوان د هغې غندنه كړې ده٬ په دې كښې شك نشته چې ??ا ډول پېښې د يو قوم په حېث زمونږ د شرم سبب ګرځي ٬ په نړۍ كښې دا سوچ روان دے چې ??مونږ سوچ كوم پلو روان دے۔ ده ووئيل حكومت دا غواړي چې كه د دې پېښې په شا كوم سازش وي نو هغه دې رامخې ته كړې شي او كه دې ته سياسي رنګ وركړے شو نو د پخوا په څ??ر به دا معلومه نه شي چې ?? دې محركات څه وو۔ ده ووئيل په تاريخ كښې داسې يو شمېر پېښې رامخې ته شوې دي۔ بېنظ??ر بهټو شهيد كړې شوه ٬ د دې د شهادت پېښې په ??ړه چې كومې پوښتنې وې د هغې ځوابونه د هغې ځوي او خاوند ته ورنكړې شول٬ لياقت علي خان سره چې څه شوي دي د هغې په ??ړه هم قوم معلومات نه لري۔ د ذوالفقار علی بھټو په ??ړه د پوښتنو ځواب اولس ته ځكه معلوم نه شو چې يو پخواني جج اعتراف كړې وو چې ?? سزا لپاره زه فشار سره مخ ووم۔ ددفاع وزير ووئيل تر دې دمه چې ?? تورن كومه وېډيو راغلې ده د هغې نه يو څيز دا په ډاګه كېږي چې په پېښه كښې مذهبي جنون ليدلې شي٬ د تورن د وېډيوز له مخې پخواني وزيراعظم چې پخوا كومه ژبه كارولې ده او د مذهب حوالې سره د كومو حدونو نه اوړېدلې دې د هغې په نتيجه كښې دا پېښه رامخې ته شوې ده۔ د دفاع وزير ووئيل د كومې تھاڼې د حد دننه چې ??ا پېښه رامخې ته شوې ده اعلی وزي?? د ??غې ټوله عمله معطل كولو سره هغه خپلې ضلعې ته لېږلې ده۔ ده ووئيل د كله نه چې لانګ مارچ پېل شوې دې په دې كښې 4 كسان شهيدان شوي دې او د ټولو تعلق دې كنټېنر سره دے۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې ?? دې پېښې بشپړه پلټنې وكړې شي او دې مقصد لپاره جے آئي ټي جوړه كړې شي۔ د دفاع وزير ووئيل پخواني وزيراعظم پخپله وئيلي وو چې ??ما اسټېبلشمنټ سره رابطې دي ٬ نن هغه په خپله په اسټېبلشمنټ بريدونه كوي۔ د دفاع وزير ووئيل چې ?? وزیراعظم ، داخله وزير او د پوځ يو افسر اعلی چارواكي نامه اخستو سره دا پېښه يو داسې اړخ ته وړلې شي كوم ځائې څخه به چې هېڅ درك ونه لګي۔ د پېښې ځائې څخه د ټولو مشين ګنو خول ترلاسه شوي دي٬ دا ټولې خبرې په سوشل ميډيا روانې دي او د پاكستان 12 كروړ سوشل ميډيا صارفين د ميډيا په ځائې په سوشل ميډيا زيات باور كوي ٬ خواست دا دے چې ??ې پېښې ته دې سياسي رنګ ورنكړې شي۔ د دفاع وزير ووئيل چې ??نټېلی جنس بېورو په 24 اکتوب?? د ??نجاب حكمت ته اطلاع وركړې وه چې په دې سيمه كښې كومه ناوړه پېښه رامخې ته كېدې شي٬ ده ووئيل كومو كسانو چې ??ا پېښه د سياسي مقصدونو ترلاسه كولو له د كارولو مشوره وركړې ده زه د هغوي غندنه كوم٬ بياهم مونږ د انصاف د غوښتنو ملاتړ كوؤ۔ ده ووئيل د كومې ادارې يا شخصيت بدنامولو له دې دا پېښه و نه كارولې شي۔ د دفاع وزير ووئيل د اسلم بھوتاني او نورو اېم اېن اېز فنډز به ډېر زر ريليز كړې شي۔ ده ذوالفقار علی بھټی ته د قومي اسمبلۍ د غړي په حېث د سوګند په پورته كولو مباركي وركولو سره ووئيل ده څلور كاره خواري كړې او كاميابي يۍ ترلاسه كړې۔