اسلام آباد 06 فروری(اے پی پی)د مواصلات?? وفاقي وز??ر مولانا اسعد محمود وئېلي دي چې د ټانك د اولس ټولې مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د ټانك خپلې دورې په موقع ضلعي انتظاميې څخه د بريفنګ اخستلو په مهال وكړه۔ وفاقي وز??ر مولانا اسعد محمود په دې موقع ډپټي كمشنر ته هدايات وركړل چې د ټانك د سټي روډ تعمير او مرمت كار د?? زر تر زره بشپړېدل باوري كړې شي دغسې چې اولس ته تګ راتګ آساني وركړې شي او دوئي په خپلو تجارتي هلو ځلو جاري ساتلو كښې ستونزو سره مخ نه شي۔ ده ووئيل چې په وفاق او صوبه كښې د ښې غمغږۍ سره د اولس مسئلې حل كېدې شي۔ ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې وفاقي او صوبائي حكومت په ګډه اولس لپاره مثبت او تعميري كردار ادا كړي۔د ټانك ډپټي كمشنر حميد الله خان خټك په دې موقع د مواصلات?? وفاقي وز??ر اسعد محمود ته يادګاري شيلډ وړ??ند?? كړو