آدیامان(ترکیہ 17فروری(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې ترك اولس ډېر بهادر او عظيم قوم دے٬ د زلزله ځپلې ترك وروڼو خوئېندو تر بحالۍ به مونږ ته آرام رانشي٬نړيواله ورورولي دې د تركيې زلزله ځپليو مرستې ??پا??ه وړاندې راشي٬ هيله ده چې د رجب طيب اردوان په مشرۍ كښې به د تاريخ په بدترينې پیښه قابو موندلو كښی ترك اولس كامياب شي۔د جمعې په ورځ د تركيې زلزله ځپلې سيمې آديامان دورې په موقع د تركيې سركاري ټي وي ټي آر ټي سره په خاص خبرو كښې وزيراعظم ووئيل چې په تركيه كښې د سختې زلزلې په نتيجه كښې 30 زره څخه زيات كسان په حق رسېدلې او لويې مالي زيان هم شوے دے ٬په دې كښې هېڅ شك نشته چې د رجب طيب اردوان په مشرۍ كښې به د ځپليو د بحالي او آباد كارۍ هدف كاميابۍ سره ترلاسه كړې شي خو چې د كومو خلكو مينه وال د دې زلزلې په سبب هغوي څخه جد?? شوي هغوي دوي ته بيا نشي ترلاسه كېدې٬ په زرګونو كسانو سره داسې شوي چې د هغوي مينه وال هغوي څخه جد?? شوي٬زه د پاكستان اولس او حكومت لخوا ځپليو سره غمرازي كولو او د يووالي څرګندونې ??پا??ه راغلې يم٬ په دې پېښه كښې په حق رسېدلې كسانو ??پا??ه دعا كوم چې لوے څښتن دې هغوي له په جنت الفردوس كښې اعلٰی مقام وركړي او د ژوبل شويو زر روغتيا ??پا??ه هم لاس په دعا يو۔ ده ووئيل چې پاكستان او تركيه يو زړه دوه بدنونه دي٬ پاكستان ته به تر هغه وخت آرام رانشي تر كومې چې آخري ځپلې تن خپل كور ته بېرته تلې نه وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې دا بشري الميه د نړيوالې ورورولۍ بېدارولو ??پا??ه يو غږ دے٬نړيواله ورورولي٬ ملګري ملتونه٬د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)او نور نړيوال فورمز دې په دې سخت وخت كښې د تركيې بهادر اولس سره ودرېږي٬ تركيې وړاندې هم د دې ډول چېلنجونو كاميابۍ سره مقابله كړې٬ هيله ده چې ترك اولس به د دې انساني الميه مخ نيوي كښې كامياب شي٬نړيواله ورورولي دې وړاندې راشي او د ځپليو بحالۍ او تعميرنو كښې دې خپل كردار ترسره كړي٬ دا د سياست او ذات نه دا د بقاﺀ جنګ دے۔ ده ووئيل چې د پاكستان او تركيې اړيكې پخوانۍ او په څو لسيزو محيط دي٬ د تركيې زلزله ځپليو مرستې كارونو پخپله څارنه كوم۔ ده ووئيل چې د ترك وروڼو مرسته په مونږ فرض ده٬مونږ د يوې كورنۍ ??شا?? يو٬د پاكستان حكومت او اولس خپلو ترك وروڼو خوئېندو سره دې٬ د تركيې حكومت د وګړو بحالۍ ??پا??ه هر مكنه اقدامات كوي٬په تركيه كښې راغلې زلزله د تاريخ سخته زلزله وه