میونخ۔18فروری(اے پی پ??) د چین سی پ?? سی مرکزی کمېټۍ پولیټیکل بېورو غړي او د سېنټرل فارن افېئرز کمېشن ډائرېكټر وانګ ای په میونخ سکېورټی کنفرنس كښې د ګډون په مهال د ??اك??تان خارجه وزير بلاول بھټو زرداري سره ملاقات وكړو۔ د چينائي ميډيا له مخې په دې موقعه وانګ اي ??وئيل چې چين او ??اك??تان د څلورو واړو موسمونو ستراتيجيكي همكاران دي او د دواړو ترمينځه ملګرتيا د غر په څير مضبوطه ده?? ده ووئيل چين د سلامتيا او استحكام په ځائې ساتلو او د پرمختګ او احيا په ترلاسه كولو كښې د ??اك??تان په زړه پورې مرسته كوي او د خپل صلاحيت له مخې ??اك??تان سره په پیښو عارضي ستونزو قابو موندلو له مرسته كولو ته چمتو دے۔ د ملاقات په مهال خارجه وزير بلاول بھټو زرداري پاك چين اړيكو كښې په رامخې ته شوې وده د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده په دې خبره زور راوړو چې چين د ??اك??تان ملګرے دے او چين سره اړيكې مضبوطول او سي پېك ته وده وركول د ??اك??تان د خارجه پالېسۍ مهمه ستن ده?? ده ووئيل ??اك??تان به د ترهګرۍ په زړورتيا سره مقابله كوي او په ??اك??تان كښې به د چين وګړو تحفظ له ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ دواړو په روان نړيوال صورتحال كښې د همكارۍ په مضبوطولو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔