لاهور 18 مارچ (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب وئيلي دي چې د ریاست رټ په ځائې ساتل د حکومت سره د ادارو هم ذمه واري ده،عمران خان د قامی ګټو سره لوبو كولو، سازشونو كولو ، قانون او آئین خلاف ورزۍ څخه نه يريږي،هغه ځان د قانون څخه بالاتر ګڼي،داسې نه شي كيدې چې يو تن ډلو راوستلو سره په عدلیه بريد وكړي او هغه ته ريليف ترلاسه شي، مقبول سیاسی ګوندونه د خپل حفاظت لپاره د ترهه ګر کالعدم تنظیمونو وګړو ته حاجت نه لري۔د خالي په ورځ پرېس کنفرنس ته په خپله وينا كښې دي ووئيل عمران خان د قامی ګټو سره لوبو كولو، سازشونو كولو ، قانون او آئین خلاف ورزۍ څخه نه يريږي،هغه ځان د قانون څخه بالاتر ګڼي،دغه تن په هر فورم د خپلي ناروغۍ بهانه جوړوي، عمران خان تحریك عدم اعتماد ??امیابيدو د ويري قامی اسمبلی ماته كړه ، آئینی عهدو څخه ئې آئین شکنی وكړه، دغه تن د ځوانانو برین واش کولو سره هغوي په عدالت د بريد كولو لپاره راپاروي۔ده ووئيل يو غل ، ترهه ګر او کرپټ په ډاګه ګرځي، عمران خان چې نن په كوم كيس كښې ??ړا??دې كېږي دا د توشه خانه کیس دې،د 18 اګست 2022 څخه الیکشن کمیشن آف پاکستان كښې د سماعت نه پس عمران خان په دې كيس كښې كوم عدالت ته نه دې ??ړا??دې شوي۔ 18اګست 2022، 21 اګست 2022، 31 جنوری 2023، 7 فروری 2023 د دې کیس سماعتونه شوي او عمران خان په كوم هم سماعت كښې نه دې ??ړا??دې شوي۔ وفاقی وزیري ووئيل 31 جنوری 2023 چې ك??ه په عمران خان فرد جرم لګيدلو نو هغه ته استثنی ترلاسه شوه ،په 9 مارچ 2023 اسلام آباد هائی کورټ كښې هم نه دې ??ړا??دې شوي،هلته څخه هم هغه ته ريليف ترلاسه شوي ،په 13 مارچ 2023 بيا عدالت ته نه دې ??ړا??دې شوي،په 13 مارچ 2023 سیشن کورټ د هغه ناقابل ضمانت وارنټ ګرفتاری جاری کړي او پولیس ته ئې احکامات جاری کړي چې عمران خان دې نيولو سره عدالت ته ??ړا??دې كړې شي۔دې ووئيل عمران خان غیر ملکی میډیا ته وائي زه حفاظتی ضمانت لرم، هغه دروغ وائي،كه څوك حفاظتی ضمانت لري نو بيا معذور او بزرګ ولي دې ؟، پولیس چې كله د هغه نيولو له راغلي ؤ نو د ضمانت آرډر ئې ولي نه ښودلو ؟، كه ضمانت لري نو هغه انډر ټیکنګ ولي وركړې ؟، هغه وائي زه ناروغه يم ، بزرګ يم ، زه عدالت ته نه شم ??ړا??دې كيدې،نن د ډلو سره اسلام آباد ته روان دې۔