اسلام آباد 13اپرېل(اے پی پی)د وزيراعظم خاص مرستيال عطاﺀالله تارړ وئېلي دي ټولو ته عدل او انصاف ښك??ره كېدل پكار دي٬ پارليمان يو سپريم اد??ره ده٬پارليمان ته د آئين له مخې اختيارات ترلاسه دي٬قانون سازي په بنيادي توګه د پارليمان اختيار دے٬سپريم كورټ په پريكټس اينډ پروسيجر بل د بينچ جوړېدو كښې د بلوچستان او خېبرپښتونخوا څخه كوم جج نه دے اغستے ٬د بينچ جوړېدو او په تندۍ كښې سماعت شوے او دا لا تراوسه قانون هم دے ګرځېدلے۔د زيارت په روځ په اسلام آباد كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال عطاﺀالله تارړ ووئيل څو ورځې وړاندې هم په يو كيس كښې اسد عمر اورېدلے شوے خو نور ګوندونه نه دي ۔ده ووئيل دا تاثر ډېر افسوسناك دے چې د بينچ جوړېدو څخه د پريكړې اندازه كېږي ٬دا معامله چې په كومه تندۍ سره سماعت لپ??ره مقرر كړی شوې پته لګي چې كوم ډول پريكړه به راځي۔ده ووئيل د بلوچستان او خېبرپښتونخوا څخه كوم جج په بينچ كښې ??ام?? كړے شوے نه دے٬په دې خبره كښې څه بداوي دے چې د بلوچستان او خېبرپښتونخوا ججان پكښې ??ام?? كړے شي؟ده ووئيل اوس قانون جوړ شوے هم نه دے او سماعت لپ??ره مقرر كړے شو٬ ده ووئېل مونږ د دوو ايوانونو څخه د فل كورټ استدعا كوو٬پارليمان د آئين خالق او سپريم اد??ره ده۔قانون سازي د پارليمان اختيار دے٬د كوم يو ګوند په خاطر د پارليمان په حېثيت سمجهوته نه ده پكار٬ ده ووئېل پارليمان سپريم اد??ره ده سپكاوے نه دے پكار٬پوښتنه كېږي چې يو سياسي ګوند ته ولې ترجيح وركړې كېږي؟ده ووئيل مونږ د عدالتونو احترام كوو٬د عدليې او د پريكړو احترام كوو٬خو ځينې پوښتنې رامخې ته كېږي چې د پروېز الهي په ضد درخواست د څلورو مياشتو څخه ولې د التوا ښكار دے؟۔