اسلام آباد۔30اپرېل(اے پی پی) د روغتيا قومي ادارې ( اېن آئی اېچ) وئيلي دي چې د تېرو 24 ساعتو په مهال په ګرد هېواد كښې ?? كورونا وائرس 31 کېسونه رپورټ شوي او د 8 رنځورانو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ د اتوار په ورځ د ا??ن آئي اېچ لخوا د جاري شويو شمېرو له مخې په ګرد هېواد كښې ?? تېرو 24 ساعتو په مهال 2 زر 843 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې د 31 كسانو ټېسټونه مثبت راغلي دي او دې حساب سره په دې موده كښې ?? كورونا مثبت ټېسټونو شرح 1.09 فیصده پاتې شوې ده۔ په دې مهال د كورونا وائرس د لاسه كوم بل رنځور په حق نه دے رسېدلے بياهم د 8 رنځورانو حالت نازك ښودلے شوے دے۔