لاهور۔30 اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په هېواد كښې د غنمو په 2 کروړ 75 لکه مېټرک ټن ریکارډ پېداوار د مننې او اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د پاك پروردګار په فضل او كرم سره د روان كا?? په مهال هېواد كښې د تېرو لس كلونو په مقاب??ه كښې زيات ښه پېداوار شوے دے٬ ټولې صوبائي او وفاقي ادارې دې د غنمو اخستلو هدف سوا كړي دغسې چې ټول كا?? اولس ته د غنمو رسول ممكن كړې شي ٬ د ذخيره كوؤنكو په ضد دې سخته كارروائي وكړې شي۔ د وزيراعظم آفس لخوا د جاري كړې شوي بيان له مخې د اتوار په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې غونډه وشوه په كومه كښې چې په سركاري كچه د غنمو د اخستو جاج واخستے شو۔ غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم ووئيل چې تر ټولو اول د پاك پروردګار په فضل او بيا د حكومت كرونده ګرو ته د معياري تخم وركولو ٬ د سرې رسولو ٬ كسان ??ېك?? او په وخت د كړې پرې??ړو له امله د غنمو غوره پېداوار ترلاسه شو۔ ده ووئيل د ټولو مالي مشكلاتو باوجود د غنمو په ښه پېداوار كرونده ګر او ټول قوم د مباركۍ مستحق دے۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د روان كا?? په مهال په ګرد هېواد كښې د غنمو د تېر لس كلونو په مقاب??ه كښې د 2 کروړ?? 75 ??كه مېټرك ټن زيات پېداوار په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښی وفاقي وزير طارق بشیر چیمه ٬ د وزيراعظم صلاحكار احد خان چیمه، خاص مرستيال طارق باجوہ، نګران صوبائی وزیر اېس اېم تنویر او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔