اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د عوامی نېشنل پارټي (اے این پی) تر سيوري لاندي په آل پارټیز كنفرنس شريكه اعلاميه كښې وئيلي شوي چې قانون او آئین سازي د پارلیمان اخ??یار دے،موجودہ سیاسي ، عدالت?? او اقتصادی بحران غیر یقینی صورتحال راپیدا کړے دے، كه سیاست ختم شې نو آئینی او پارلیمانی بالادستۍ ته به خطر پیښ شي، پارلیماني بر لاسے به په هر صورت باوري كولے شي، د سیاسي پريكړو ځاے سیاسي ګوندونه او پارلمان دے، كه سیاسی پريكړي عدالتونو ته يوړلې شوې نو عدالتی بحران به راپيدا شي د كوم چې نن مونږ مشاهدہ کوو، د عدالت کار د آئین تشریح كول دي ۔د شورو په ورځ د اے این پی د اړخه اد ٓل پارټیز کنفرنس شريكه اعلاميه جاري كړې شوې ۔ اعلامیې له مخې د ټاكنو په نيټه اخ??لاف لرې کولو لپاره دې ټول آئیني ، قانون?? او سیاسي اړخونه ترنظره وساتلے شي،ټاكني چې كله هم وي هغه دې په يوه ورځ وكړې شي،بيا به سپيځلي ټاكني باوري شي،ټول سياسي ګوندونه دې د خبرو اترو د لاري د ټاكنو نيټه وټاكي۔د اعلامیې له مخې ټول هېواد كښې سپيځلي سر شميره دې ممكنه كړې شي،د سر شميرې په اړه ټول هېواد او په خاص توګه د پښتونخوا نوو ضلعو، د بلوچستان په كوئټه او نورو پښتنو سيمو او سندھ كښې په کراچۍ او نورو ښارونو كښې دې د اوسني سر شميرې په اړه تحفظات لري كړے ش?? او نوي منصفانه حلقه بندۍ دې باوري كړے شي۔ اعلامیه كښې وئېلې شوي پښتونخوا او د هېواد په نورو برخو كښې د ترهه ګرۍ نوي چپې انتهائی خطرناك شکل اخ??یار کړے ، تير وخت كښې د اسټیبلشمنټ او حکمرانانو غلطو پريكړو او پالیسيو په وجه ترهه ګري پيل شوې او په كال 2014 كښې يو متفقه نېشنل ایکشن پلان جوړ شوے خو د بده مرغه هغې له عملي شكل ورنه كړے شو، غیر آئینی مذاکرات ، د ترهه ګرو آباد کاري ، د قلنګ په صورت د هغوي فنډنګ او زندانونو څخه خوشي كولو په وجه د ترهه ګرۍ نوې چپه رامخې ته شوې ،د ترهه ګرۍ په اړه چې كوم متفقه نېشنل ایکشن پلان جوړ شوے ؤ په هغې عملدرآمد ولي نه دے شوے ؟ ۔اعلامیه كښې غوښتنه شوې چې سول فورسز (پولیس، لیویز وغیرہ) دې په جد??د ډول منظم او مسلح کولو سره د اولس په تائید او حمایت د ترهه ګرو په ضد هدف?? او كوټلي كاروائي وكړې شي، پښتونخوا كښې نافذ ایکشن ان ایډ آف سول پاور په شان د اولس دښمنه قوانین دې په سمدستي توګه ختم كړے شي۔ عدالتی بحران او د سپریم کورټ تقسیم د افسوس وړ دے۔ فل کورټ نه جوړيدل ، د 63 اے تشریح په ځاے آئین ليكل او د 3-4 پريكړه نه منل د دې بحران بنیاد دے ،مونږ غ??ښتنه كوو چې عدلیه دې آئینی دائرہ اخ??یار كښې پخپله تر آئین تشریح محدود پاتي شي۔ اعلامیه كښې وئيلي شوي د ناوړه معاشي پالیسیو په وجه د هېواد معیشت تباہ شوے ، معاشی بدحالي، ګران?? او بے روزګارۍ د عام وګړي ژوند مشكل كړے ،د برېښنا ، ګاز او پټرول او د اوړو بحران د اولس ژوند ډېر ګران كړے،مونږ غ??ښتنه كوو چې نوي میثاق معیشت دې وكړے شي۔ د اعلامیي له مخې د صوبا??ي ??ودمختارۍ په ضد به كوم هم سازش ونه زغملے شي ، په 18م آئینی بدلون دې د خپل اصل شكل له مخې عملدرآمد وكړے شي، اخ??یارات تر لاندې كچي منتقل كول دې باوري كړے ش?? او په سمسدتي توګه دې اين ايف سي نېشنل فنانس کمېشن جاري كړے شي۔ اعلامیه كښې وئيلي شوي هېواد كښې د زدكوونكو یونینز دې په سمدستي توګه بحال كړے شي، نوي نسل له دې د جدید دور تقاضو له مخې د خپلو صلاحیتونو كارولو موقعې وركړې شي،په 19م آئینی ترمیم دې نظر ثانی وكړې شي،ټول بے دركه شوي دې په سمدستي توګه عدالتونو ته وړاندې كړے شي۔په زبردستۍ بے دركه كولو غیر انسان?? او غیر آئیني عمل دې سمدستي ختم كړے شي۔د 1977 زرعي زمكې اصلاحات قانون دې بحال کړے ش?? او د ښاريو زمكې او په خاص توګه ریئل اسټيټ سکیمونو له دې هم حد مقرر كړے شي۔د ال پارټي كنفرنس مشري د قامي اسمبلۍ غړي امير حېدر هوتي كوله حې پكښې د اے اين پي د مشرانو اېمل ولي خان او ميا افتخار نه علاوه د قومي وطن پارټي مشر افتاب احمد خان شيرپاؤ ٬ د مسلم ليګ ن د خېبر پښتونخوا صدر امير مقام٬ د جميعت علماﺀ اسلام ف مشر او د پي ډي ايم صدر مولانا فضل الرحمان٬ د جميعت علماﺀ اسلام س مولانا حامد الحق ٬ د جماعت اسلامي لياقت بلوچ٬ د جمعيت علماﺀ اسلام پاكستان اويس نوراني ٬ ډاكټر فاروق ستار او د افراسياب پشمول نورو ګډون كولو