اسلام آباد۔19مئی (اے پی پی) د كامسټېك لخوا د پاکستانو ډاكټرانو يوه ډله به د افریقې اسلامي هیواد چاډ كښې د سترګو د جراحي او درملنې لپاره وړیا طبي کېمپ لګوي۔ دا كېمپ به د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) فرعي ادارې كامسټېك لخوا د اسلامي پرمختيائي بنك او لېټن رحمت الله ببېنولېنټ ټرسټ په مرسته د روانې مياشتې 21 مې څخه تر 28 مې نېټې د جمهوريه چاډ په پلازمينه اينجامينا كښی د سترګو ګلونو جراحۍ لپاره لګولې شي۔ د كامسټېك لخوا د جاري كړي پرېس ريليز له ??خې پ?? دې ل?? كښې به د كامسټېك او لېټن رحمت الله بېنوولېنټ ټرسټ د 6 ډاكټرانو پشمول 8 كسيزه پلاوې سبا د اتوار په ورځ چاډ ته روانېږي۔ دا طبي ډله به د سترګو د ګلونو رنځ 4 سوه څخه زيات آپرېشنونه كوي۔ دا طبيبان به د خپلې دورې پ?? مهال ځائي ډاكټرانو ته د ګلونو لرې كولو سرجرۍ په اړه تربيه هم وركوي۔ طبي ډله به آپرېشن څخه وروستو معائنه هم كوي او ځوانان نابينا كېدو څخه ساتلو له به د خبرتيا كمپائن هم پېل كوي۔ په طبي ډله ??ښې شاملو ډاكټرانو خپل بيان كښې وئيلي دي مونږ د دې اقدام په برخه كرځېدو خوشحاله شوې يوو او مونږ د چ??ډ د اولس خذمت ته سترګې پ?? لار يؤ۔ دوي ووئيل دا كېمپ به د چ??ډ د روغتيا وزارت په مرسته د اینجامینا په ځايي روغتون كښې لګولے شي۔ يادو شوو درېو واړو ادارو په كال 2022 كښې د نائجر په پلازمينه نيامي كښې هم د سترګو درملنو وېړيا كېمپ لګولے ؤ۔ پاكستان څخه تلونكې دا طبي مشن اولنے مشن دے كوم چې عصري آسانۍ لري