اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د خزاني وفاقی وزیر سېنېټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي هېواد به نه ديواليه كېږي،په زړه پوري هڅي كوو چې آئی اېم اېف سره دويم پروګرام هم بشپړ كړے شي، د قامي معیشت نمو او هغه بيا د نړۍ 24م لوي معیشت جوړولو كار پيل شوے،دا يو لوي چیلنج دے خو په دې كښې به بريال?? كېږو۔د شورو په ورځ اېف بی آر هیډ کوارټرز كښې د نوي مالي كال وفاقی بجټ تجاویز او سفارشات په اړه د غونډي مشرۍ كښې ده ووئيل په دې كښې هيڅ شك نشته چې هېواد د مشكل دور څخه تيريږي خو انشاء الله بزنس کمیونټی او د نورو شراکت دارو په مرسته به د 2013 په شان بهر د مشكل نه راوځو۔ده ووئيل په كال 2013 كښې هم د پاکستان معیشت ښه نه ؤ او پوهانو د پاکستان ډیفالټ كېدو خبري كولې خو هغه وخت هم بزنس کمیونټی په مرسته اقدامات وشو چې په نتيجه كښې ئې د پاکستان معیشت 2017 كښې د نړۍ 24م لوي معیشت جوړ شو او څو كلونو كښې د پاکستان په ګروپ 20 كښې د شامليدو خبري كيدلې خو د بده مرغه په تيرو څلورو كلونو كښې د نړۍ 24 م لوي معیشت 47م لمبر ته ورسولے شو ۔د خزاني وزیر ووئيل د قامی معیشت نمو او هغه بيا د نړۍ 24م لمبر ته رسولو له كار پيل شوے،دا يو لوي چیلنج دے خو په دې كښې به بريال?? كېږو۔د خزاني وزیر ووئيل دا مهال تر ټولو لويه مسئله بهرنے فنانسنګ دے او د دې په وجه بزنس کمیونټ?? د ??یل سیز په شان مسئلو سره مخ ده خو ډير زر به انشاء الله د دې مسئلې په ګډه حل راوباسو۔ د حکومت اقتصادی ډله پرله پسې محنت کوي او څو كاله پس د روانو حسابونو ک??اتو كښې ښه والے راغلے او په اپریل كښې دغه سرپلس شوې وې۔ ده ووئېل په دې معامله كښې د سټیټ بینك ډله ز??ون?? معاونت كوي۔د خزاني وزير ووئيل پاکستان لوي همت او لچك لري،??ون?? باور لرو چې د كال 2013 په شان موجوده مشکلات څخه به بهر راوځو۔سېنېټرمحمد اسحاق ډار ووئيل نړيوال مالیاتی فنډ سره د تکنیکی نوعیت کار بشپر شوے،نوي قسط لپاره ??ون?? د درېو مياشتو په تاخير كار پيل كړے ؤ، پاکستان ټول اقدامات بشپړ كړي?? د ??ده مرغه لوظنامو كښې تاخير شوے٬ حالانکه په وړومبي ځل دسمبر كښې په کلوزنګ ز??ون?? بهرنۍ كهاتے سرپلس وي۔د خزاني وزير ووئيل هېواد به نه ديواليه كېږي او نه د دې كوم خطر شته،ز??ون?? دا مخلصانه هڅي دي چې آئی اېم اېف سره دويم پروګرام هم بشپر كړے شي۔د خزاني وزير ووئيل بزنس کمیونټی محصولات كښې اضافي لپاره بايد خپل تجاویز وركړي،??ون?? د بزنس کمیونټی مشکلات څخه خبر يو خو دغه مسئلو كښې ز??ون?? څه قصورنشته دغسې د دغه مسئلو حل لپاره د سنجیده هڅو سلسله روانه ده۔ده ووئيل ??ون?? يواځي د 5.5 ارب ډالره کمرشل قرضې بيرته وركړي او دغې نه پس چین د پاکستان لپاره قرض رول اور كړے۔په دې موقع د اېف بی آر چئیرمېن عاصم احمد، د محصولات خاص مرستيال طارق باجوه، او د بيل ایوان هائے صنعت وتجارت نمائندګان هم موجود وو۔