اسلام آباد۔26مئی(اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي هېواد لپاره د قدر وړ خذمتونو او قربانيو په وړاندې كولو شهيدانو ته د عقيدت پېروئنې ډالۍ كولو سره وئيلي دي ټول اولس د خپلو شهيدانو قدر كوي او د هغوي قربانۍ به تل ياد ساتي۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې اولس مشر د دې خيالاتو څرګندونه د ??ئي په 20مه نېټه په ټانک جنوبي وزيرستان كښې د شهيد شوي نائك محمد عتيق او رجب علي خپلوانو سره د خپلو ټېلې??ون?? خبرو په مهال وكړه۔ ډاکټر عارف علوي په ټيليفون د شهيدانو له کورنيو سره د خواخو??ۍ څرګندونه وکړه او دوئي ته يۍ ډاډ تسلي وركړه۔ اولس مشر د ??ئي په 20 مه نېټه په ګلاب پوسټ بلوچستان كښې د شهيد شوي اهلكار مدثر حميد او عبد الق??ير كورنيو سره هم تماس ونيولو۔ دغسې اولس مشر هم په دغه نېټه زرغون بلوچستان كښې د شهيد شوي اهلكار ظهير احمد كورنۍ سره هم ټېلې??ون?? خبرې وكړې او د شهيدانو د قدر وړ قربانيو ته يۍ د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ اولس مشر ووئيل ټول ملت د خپلو شهيدانو قدر كوي او د هغوي قربانۍ به تل ياد ساتي۔صدر مملكت شهيدانو لپاره د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔