اسلام آباد۔31مئی (اے پی پی) د کل جماعتی حریت کانفرنس آزادجموں وکشمیر څانګې کنوینر محمود احمد ساغر او مشر ل??رښ??د غلام محمد صفی د جموں و کشمیر اولس لخوا رجب طيب اردوان ته د تركيه په صدر ټاكل كېدو مباركي وركړې ده۔ د ميډيا سرورس له مخې محمود ساغر رجب طيب اردوان ته خپل خط كښې ليكلي چې دا يوه تاريخي او مهمه موقعه ده٬ تركه اولس چې په تاسو څنګه د خپل باور څرګندونه كړې دا به د ترك اولس يو عظيم قوم جوړولو كښې د هغوي د خوب ريښتيا كولو سبب وګرځي۔ ده ووئيل رجب طیب اردوان د ګردې نړۍ د مظلومو خلقو غږ ثابت شوے دے۔ كه هغه فلطسينيان دي كه د روهنګيا مسلمانان دي يا د يمن ٬ مصر ?? سوريه ٬ افغانستان او د كشمير او داسې نو??و سيمو خلق دي۔ ده ووئيل د خپلواكۍ حق لپاره په هر يو فورم د غږ په پورته كولو د ترك صدر مننه كوؤ۔ د مباركۍ خپل پېغام كښی مشر ل??رښ??د غلام محمد صفي ووئيل كشميرې اولس ??يل?? لري چې د صدر رجب طيب اردوان په مشرۍ كښې به تركيه د كشميري اولس د جائز سياسي هلو ځلو ټول ممكنه ملاتړ تر هغه وخت روان ساتي تر كومې چې يۍ هندي تسلط څخه آزادي ترلاسه كړې نه وي۔ كشميري ل??رښ??دو د تركيه امن ?? سوكالۍ او سيمه ايزې سلامتيا له دعا هم وكړه۔