پېرس 23 جون (اے پي پي) وزيرا??ظم شهباز شريف د اسلامي پرمختيائي بېنك (آئي اېس ډي بي) صدر ډاکټر محمد الجاسر سره ملاقات كړې چې پكښې د پاكستان او د آئي اېس ډي بي ترمېنځه د اوږدې مودې مرستې او په رابطو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د جمعې په ورځ د وزيرا??ظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دا ملاقات فرانس كښې د نوي نړيوال مالياتي لوظنامې سرمشريزې غونډې په مهال شوې۔ وزيرا??ظم او د آئي اېس ډي بي صدر په بېلو جاري منصوبو د شوي پېشرفت جاج اخستو سره سره د مرستې په نوې موقعو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزيرا??ظم د جنوري په 9مه نيټه كال 2023 كښې په جنيوا كښې د کلائميټ ريزيليئنټ پاکستان په اړه په شوي نړيوال كنفرنس كښې د آئي اېس ډي بي په ګډون د پاكستاني حكومت او اولس لخوا د ډاكټر الجاسر مننه وكړه۔ ده په كنفرنس كښې د پاكستان سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره د بېنك لخوا د 4.2 اربه ډالرو مرستې اعلان ستائنه وكړه۔ وزيرا??ظم په دې خبره زور رواړو چې پاكستان سره د بېنك همكاري به د اولس په ژو??د ٬مثبت بدلون راوستلو سره سره د حكومت د تل پاتې پرمختګ مقصدونو په ترلاسه كولو كښې هم مرستياله وګرځي۔ وزيرا??ظم ډاکټر الجاسر په هېواد كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ په كوټلي بنيادونو اودرولو او د ??هر??يو سرمايه كارو د اندېښنو لرې كول?? له ون ونډ حل برابرول?? له په دې وروستيو كښې د تشكيل كړې شوي خصوصي سرمايه كاري سهولت كونسل په اړه خبر كړو۔ وزيرا??ظم د آئي اېس ډي بي صدر ته زر تر زره د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه