اسلام آباد 23جون(اے پی پی)د تعليم او پېشه ورې تر??يې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئېلي دي چې د پي ټي آئي د څلور كلن دور په صبر و زغم كښې كمې رامخې ته كړې شو٬ بايد كومه هم اداره له خپل آئيني حد ??خه تجاوز ونه كړي٬ كه هېواد د مسئلو ??خه ويستل وي نو ټولو ادارو له به زغم او بردبارۍ ??خه كار اخستل وي۔ د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال وفاقي وزير ووئيل د پي اے سي چيئرمېن عمر له په ښه ډول خبره كړې ٬ د برېښنا په اړه د هغه خبره سمه ده په كال 2013 كښې چې كله زمونږ حكومت راغلو نو په هېواد كښې به شل شل ساعته لوډشېډنګ ؤ٬پخواني وزيراعظم نواز شريف او شهباز شريف شپه ورځ كار كولو سره لوډشېډنګ ختم كړې ٬ په كال 2018 كښې لوډشېډنګ زيرو ؤ۔ د پي ټي آئي په حكومت كښې تر څلور كاله د برېښنا پروژې بشپړ نه كړې شوې كومې چې اوس مونږ بشپړ كوو٬ ګرمي ډېره زياته ده په كے پي او اسلام آباد كښې د برېښنا مسئلې شته خو د پنجاب په سيمو كښې صورتحال د د?? نه هم زيات خراب دې٬كه چرې قوم مونږ ته يو ځل بيا موقع راكړه نو بيا به لوډشېډنګ زيرو ??ړو?? ده ووئيل ادا??و د يو بل په دائره كار كښې مداخلت پېل كړې٬بايد كومه هم اداره د خپل آئيني حد ??خه بهر ونه ځي كه چرې مونږ له د مالي سياسي بحرانونو ??خه وتل وي نو مونږ له به د تحمل او بردبادۍ سره مخ په وړاندې تلل وي۔