اسلام آ??اد 09 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پاكستان ابادي زياتره په ځوانانو مشتمل ده٬ د لوبو هلې ځلې ځوانانو ته په زړه پورې ډول د خپل طاقت د استعمال موقع وركوي، حکومت په هېواد كښې د لوبو ودې لپاره تاريخي اقدامات كړېدي٬ حكومت په هېواد كښې د سپورټس پرمختګ او د لوبو ودې لاره قامي پروګرام پېل كړې٬ حكومت په اسلام آ??اد كښې د پاكستان د وړومبنۍ سپورټس پوهنتون د بنياد تيګه اېښې ده٬ اولمپك وېلېج قامي منصوبه ده٬ ?? اولمپك وېلېج جوړولو لپاره دې کارپوريټ سټرکچر جوړ كړې شي د دې جوړولو نګراني دې پوهان وكړي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم په اسلام آ??اد كښې ?? اولمپکس وېلېج جوړولو لپاره د غو??ډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د مسلم ليګ مشرانو طارق فضل چوهدري، حنيف عباسي، انجم عقيل، د سي ډي اے چيئرمېن او اړوند چارواكو ګډون كړې۔ غو??ډې ته ووئيل شول چې په اسلام آ??اد كښې د مارګلې په لمنه كښې به په 1200 كناله دا وېلېج جوړ??لې شي چې كښې به د لوبو د نړيوال معيار سهولتونه وي په دې كښې به د كركټ اكېډمي٬ نړيوال کرکټ سټيډيم، هاکي ګراٶنډ، ټينټ پېګنګ، ايتھليټکس سټيډيم، ان ډور سپورټس، انټرنيشنل هوټل او پارکنګ سره سره نور سهولتونه هم ترلاسه وي۔ په غونډه كښې ?? اولمپکس وېلېج جوړولو لپاره د درې اربه روپو اندازه ولګ??لې شوه۔ وزيراعظم ?? اولمپکس وېليج په جوړولو كښې د سپېځلتيا د عنصر باوري كولو امر وكړو۔