اسلام آباد۔31 اګست(اے پی پی) نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني وئيلي د م??ګرو ملتونو امن ډلو لپاره مح??وظ چاپېريال باوري كول بايد اولنۍ ترجيح وي ٬ پاكستان په نړۍ كښې امن په ځايې كولو له بشپړه كردار ترسره كړ?? دې٬ پاكستان د م??ګرو ملتونو امن مشن كښې د كردار ترسره كولو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د م??ګرو ملتونو امن مشن 2 ورځنۍ وزارتي تيار?? غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ خارجه وزير ووئيل چې د امن عسكرو حفاظت او سلامتيا باوري كولو له ټېكنالوجي كارول زيات ضروري دي٬ د يو اېن پيس كېپنګ ډيجيټل بدلون ستراتيجي حالاتو سره د اړوندې خبرتيا زياتولو ٬ د ناسمه معلوماتو مقابله كولو او د ټېكنالوجۍ كارول ښه كولو په حاجت زور راوړي۔ ده ووئيل داسې كولو سره مونږ امن ډولو ته د پرېكړو كولو او د خپل مېنډېټ په زيات فعاله ډول د كارولو بشپړه اختيار وركوؤ۔ ده ووئيل كه يو اړخ ته پاكستان د م??ګرو ملتونو امن مشنز لپاره 4 زره څخه زيات عسكر وياړ سره لېږي نو بلخوا د امن دائرې پراختيا ته دې هم خاص پام وګرځولې شي۔ ده هند او پاكستان لپاره د م??ګرو ملتونو د پوځي مبصر ډلې د اهميت ذكر وكړو كوم چې په كال 1949 كښې جوړ كړے شو۔ ده ووئيل دا د جنګ بندۍ خلاف ورزيو نګراني او پلټنيو كولو له په اولنو اقداماتو كښې د يو اقدام په توګه خاص مقام لري٬ په جموں وكشمير كښې د دې ډلې اهلكارو سره د يو فريق لخوا د مرستې نه كولو د لاسه بلها ستونزې رامخې ته شوي دي۔ ده ووئيل پاكستان تل تاؤ تريخوالي سره مخ سيمو كښې امن په ځايې كولو له ملګرو ملتونو سره په ګډه مهم كردار ترسره كړے دے ٬ د دې مشن د كار استعداد سوا كولو له به ګامونه پورته كول وي۔ ده ووئيل د امن مشن كاميابي ګڼ اړخيزه او مربوط عواملو سره تړلې ده۔ پاكستان په 30 او 31 اګست په اسلام آباد كښې د م??ګرو ملتونو د امن مشن د روانې غونډې تيار?? غونډې كوربتوب وكړو چې سرخط يۍ”د م??ګرو ملتونو امن ډلو حفاظت او سلامتيا” دے۔ جاپان د دې غونډې شريك كوربه دے كومه چې د پاكستان تر ټولو لويې تربیتی ادا??ه سېنټر فار انټرنېشنل پیس اېنډ سټېبلېټی (سی آئی پی ایس) كښې وشوه۔ په غونډه كښې د غړو هېوادونو استازو او ځائي او نړيوالو پوهانو ګډون وكړو۔ د م??ګرو ملتونو د سېكرټرېټ اعلی چارواكي هم غونډه كښې موجود وو۔په دوه ورځن?? غونډه كښې په بېلو ذېلي سرخطونو مباحثې وشوې۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې د پاكستان شمېره د م??ګرو ملتونو امن پوځ ته زيات عسكر وركوؤنكو هېوادونو كښې كېږي۔ پاکستان كال 1960 څخه تر دې دمه نزدې په ټولو براعظمونو كښې د م??ګرو ملتونو 46 امن مشنونو له دوه لكه 30 زره څخه زيات سړي او مېرمنې اهلكارې لېږلې دي۔ د پاکستان 172 امن عسكرو د خپل فرض په ترسره كولو كښې د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده۔ دا خبره دې ياده وي چې د كال 2023 وزارتی غونډه به په ګھانا كښې كولې شي۔ دې څخه وړاندې به د څلورو غونډې يو سيريز وي په كومو كښې به چې د يوې كوربتوب پاكستان كوي۔ په دغه غونډه كښې به د م??ګرو ملتونو امن مشن لا پياوړې كولو له مخصوص څانګو ته خاص پام ګرځولې شي