اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) د ټول ټاكنو په مهال فول پروف امنيت باوري ك??لو ??پاره انتخابي ډيوټۍ او انتظامات له تعينات امنيتي اهلكارو لپاره ضابطه اخلاق جاري كړې دي۔ د جمعې په ورځ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري شوي ضابطه اخلاق له مخې ټول ټاكنو 2024 لپاره د وسله والو ځواكونو نه علاوه قانون نافذ كونكو ادارو سره تعلق لرونكي امنيتي اهلكار او سول آرمډ فورسز(كومو لپاره به چې جلا ضابطه اخلاق جاري ك??لې شي)تعينات كړې شوي دي۔ هغوي به په ټول ټاكنو كښې د قانون له مخې او د مينډېټ د حد دننه پاتې كېدو سره خپل فرائض ترسره كوي۔ ټول ټاكنې 2024 سپېځلې او په سولييز ډول كولو ??پاره ټولو ??ولنګ سټېشنو نه بهر به امنيتي اهلكار تعينات كولې شي٬ دا اهلكار به د پاكستان آئين آرټيكل 220 ٬ سيكشن 5 له مخې خپله وظيفه ترسره كوي۔ د قانون نافذ كونكو ادارے هر ګزټېډ افسر به د الېكشن كمېشن لخوا د جاري كړې شوي نوټيفيكېشن د لارې ده ته سپارلې شوي اختيارات كاروي۔ د پاكستان اليكشن ايكټ 2017 سيكشن 193 له مخې به اړوند ډسټركټ ريټرننګ افسران٬ريټرننګ افسرانو سره مرسته كوي٬ د الېكشنز ايكټ 2017 سيكشن 83(4) له مخې پريذائيډنګ افسر له به د قانوني فرائضو په فعاله توګه ترسره كېدو كښې مرسته كول وي او په پولنګ كښې نظم او نسق په ځاې ساتل د پريذائيډنګ افسر بنيادي ذمه واري ده۔ پريذائيډنګ افسر به نظم په ځايې ساتل او د ووټنګ عمل روان ساتل باوري ك??لو ??ه ګوند يا كانديد سره بشپړه مرسته كوي ٬ دا خبره به باوري ك??ي چې ووټرز لپاره پولنګ سټېشنونو څخه بهر په زړه پورې چاپېري??ل باوري كړې شي۔ ووټران به يرولې نه شي او نه به دوئي ووټ كارولو څخه منع كولې شي۔ دا خبره دې باوري كړې شي چې څو?? به ځان سره كومه وسله ٬ چاؤدېدونكي توكي يا موبائل فون يا داسې بل كوم څيز چې د ??ول??ګ عمل ته زيان رسوي راوړلې نه شي۔ ووټرز ته به آسانۍ وركولې شي او د دې آسانۍ زيات حقدار مشران ٬ نرښځيان ٬ ماشومانو ته پۍ وركوؤنكې مېرمنې ٬ او معذور دي۔