اسلام آباد۔5 فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو او پارليماني چارو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي چې د حكومت لخوا د ټاكنو په موقعه د موبائل فون او انټرنېټ بندولو كوم ګائيډ لائن نه دے وركړے شوے ٬ په سوشل ميډيا دروغ خبرونه ٬ فېك نيوز چلولې او پروپېګنډا كولې شي٬ امنيت جدي مسئله ده ٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان په عزم كښې كوم كمې نه دې راغلې ٬ په پاكستان كښې په سختو حالاتو ك??ې هم ټولټاكنې شوي دي٬ ووټ كارول هېواد سره د مينې غوښتنه ده ٬ د پاكستان ا??لس او ټاكلے پارليمان به د پاكستان د سياسي او جمهوري سباؤن پرېكړه وكړي۔ د ګل په ورځ”پبلک نیوز“ سره خبرو ك??ې ده ووئيل د كشمير مسئله تر دې دمه د ملګرو ملتنوو په سلامتي كونسل كښې حل طلب ده۔ 75 كاله وړاندې هندي وزيراعظم د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې وعده كړې وه چې كشميري ا??لس ته به د هغوي د خپلواكۍ حق وركولې شي٬ هغوي به د خپل تقدير پرېكړه پخپله كوي۔ ده ووئيل په 5 اګست 2019ء هند يو اړخيزه او غېر ??انوني اقدامات كولو سره د كشمير حېثيت بدل كړو٬ په هندي آئين كښې آرټیکل 370 ختمولو سره يۍ د كشميري ا??لس ټول حقونه ختم كړل۔ ده ووئيل پاكستانې حكومت او ا??لس به د كشميري ا??لس اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ د امنيتي وضعې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل امنيت يوه جدي مسئله ده٬ په كابل كښې د افغان طالبان عبوري حكومت جوړېدو څخه وروستو په پاكستان د ترهګرو په كارروائيو ك??ې اضافه شوې ده۔ يوازې تېر ??ال كښې د ترهګرۍ 15 سوه پېښې رامخې ته شوې۔ ده ووئيل تېره شپه په ډېره اسماعيل خان كښې په پوليس سټېشن ترسره شوي بريد كښې د پوليس 10 ځوانان شهيدان شول۔ ده ووئيل په دې وروستيو ك??ې د بلوچستان په م??ھ سيمه كښې 24 ترهګر ووژلې شول۔ ده ووئيل په پاكستان كښې په سختو حالات كښې هم ټولټاكنې شوي دي۔ د كال 2007ء ټولټاكنې د بنظير بھټو د شهادت له امله نزدې يوه مياشت تاخير سره مخ پاتې شوې۔ په كال 2013ء كښې ټاكنې دې څخه هم په زيات ناوړه صورتحال كښې وكړې شوې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پيپلز ګوند د چيئرمېن بيان د افسوس وړ دے٬ په ټاكنو ك??ې مونږ كوم كانديد نه لرؤ٬ په ټاكنو ك??ې ټولو رجسټرډ سياسي ګوندونو ته يو برابر موقعه وركوؤ۔ ده ووئيل په رياستي ميډيا ټولو سياسي ګوندونو ته يو برابر كورېج وركولے شي۔ ده ووئيل باور لرؤ چې كله پاكستانې ا??لس په 8 فرورۍ د خپلې خوښې ګوند ته ووټ وركړي نو نتيجې به هر څه په خپله رامخې ته كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې چې د كال 2024ء لپاره د ووټرانو شمېره د تېرو ټولټاكنو په مقابله كښې زياته ده ٬ يوازې د مېرمنو ووټرانو په شمېره كښې 20 لكه اضافه شوې ده ٬ ده ووئيل الېکشن 2024ء لپاره د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو او منظورولو شرح هم د تېرو ټاكنو په مقابله كښې زياته ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پاكستان ا??لس به د فرورۍ په 8 مه نېټه د خپلې رايې څرګندونه وكړي٬ كوم ګوند چې كاميابي ترلاسه كړي هغه به خپل حكومت جوړ كړي۔ ده ووئيل قومي اسمبلي چې څه وخت د قائد ايوان ټاكنه وكړي او وزيراعظم د خپل منصب سوګند پورته كړي نو نګران حكومت به تحليل شي۔ ده ووئيل د پاكستان ا??لس او ټاكلے پارليمان به د پاكستان د سياسي او جمهوري سباؤن پرېكړه كوي