اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د استخبارتي ادارې لخوا د پارلمان غړو د كالعدم تنظيمونو سره د روابطو پھ اړه رامخې ته شوې خط بې بنسټه دے٬په خط ??اب??نې سخت نوټس اخستې دې۔د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي پشمول نورو پھ دې معامله پيمرا كښې جلا جلا شكايتونه جمع كړي ٬٬د پيمرا كونسل آف كمپلينټس د دې معاملې سماعت كوي۔د زيارت په و??ځ قامي اسمبلۍ كښې د بين الصوبائي رابطو وفاقي وزير رياض حسېن پيرزاده د اعتراض په نكته ??ه ځواب كښې د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيل زما هم د استخبارتي ادارې ډائرېكټر جنرل سره خبره شوې٬په دې باقاعده شكايت پيمرا ته ??ركړې شوې٬آئي بي ووئيل دا خط بې بنسټھ دے۔ده و??يل دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي٬د اطلاعات قائمه كمېټۍ چيئرمېن محمد اسلم بودله او نورو غړو اسمبلۍ كښې هم جلا جلا ګيلې پيمرا كښې درج كړې ۔نن په پيمرا كښې په دې معامله د درج كړې شوو خواستونو اورېدنه هم شوې ۔وفاقي وزير زاهد حامد ووئيل رياض حسېن پيرزاده دا معامله د ??اب??نې غونډه كښې پورته ??ړی وه د كومې چې ??اب??نې په سختۍ سره نوټس اخستې وو۔ده ووئيل په ما دا لګولې شوي تور دې انكوائري اوكړې شي۔د دې څخه وړاندې وفاقي وزير رياض حسېن پيرزاده ووئيل د پارلمان 37 غړو نامې څخه يو خط استخبارتي ادارې لخوا رامخې ته شوې په دې معامله مونږ له دړكې راكړی كېږي۔ده ووئيل د پارلمان په غړو كښې مرتضٰی جاوېد عباسي٬جاوېد اخلاص٬غلام بي بي بهروانه٬چوهدري ارمغان سجاني٬طارق محمود٬شازيه مبشر٬چوهدري بلال ورك٬ محمد حسېن وټو٬ عبدالرحمان كانجو٬ سكندر بوسن٬محمد خان ډهاها٬سيد اطهر حسېن ګېلاني٬حافظ عبدالكريم٬سردار اويس احمد خان لغاري٬ جمال خان لغاري٬سردار جعفر خان لغاري٬ډاكټر حفيظ خان٬بليغ الرحمان٬طاهر بشير چيمه٬سيد علي ګېلاني٬رياض حسېن پيرزاده٬سيد محمد اصغر شاه٬ محمد خسرو بختيار٬شېخ فياض الدين٬ميا امتياز احمد٬سيد اياز علي شاه شيرازي٬جمال خان لغاري پشمول 37 غړي شامل دي۔وزيراعظم له پھ دې اړه انكوائري كول پكار دي۔سپيكر ووئيل چې كله خط رامخې ته شو نو تاسو هغه مهال عراق كښې وې٬په دې اړه آئي بي په پيمرا كښې خواست جمع كړو چې دستاويز بې بنسټھ دے٬ كه چرې تاسو نور تحفظات لرۍ نو(نن)د جمعې په و??ځ به د آئي بي ډي جي راوغواړو٬ تاسو هم راشۍ نو تفصيل سره به خبره و??ي۔په كوم چې وفاقي وزير رياض حسېن پيرزاده ووئيل په پنځم ځل د قامي اسمبلۍ غړې ټاكلې شوې يم او وزير هم پاتې شوې يم خو د دې خط نه و??وستو په سوشل مېډيا زمونږ كرداركشي شوې٬زما غوښتنه ده چې كوم سينئر وزير يا داخله و??ير دې ايوان كښې بيان وركړي چې د خط په اړه د وزيراعظم دفتر كوم هدايت نه دي وركړې۔پھ دې موقع وفاقي وزير رياض حسېن پيرزاده نورو غړو د چا چې نوم بې بنسټھ خط كښې شامل وو سره د ايوان څخه و??ك آؤټ وكړو۔دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي د دفاع وزير خرم دستګير او د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د ايوان څخه و??ك آؤټ كوونكي غړي بېرته راوستو لپاره ولېږلې شول دغسې وفاقي وزير رياض حسېن پيرزاده او نور د اسمبلۍ غړي ايوان ته بېرته راغلل