ا??لا?? آباد 03 نومبر ﴿اے پي پي﴾ وفاقي وزير لېفټيننټ جنرال(ر)صلاح الدين ترمذي د اينټي ناركوټكس فورس سيوري لاندې د ا?? اېن ا??ف د نشه اي توكو د عادي كسانو د بحالۍ مركز دوره وكړه۔ د وفاقي وزير د نشه اي توكو مخ نيوي وزارت د چوكۍ س??با??ولو نه پس دا وړومبۍ دوره وه۔ د وزارت سېكتر اقبال محمود او ډائرېكټر جنرل مسرت نواز ملك هم وفاقي وزير سر?? وو۔ د ا?? اېن ا??ف پېنډۍ ريجنل ډائرېكټر د دوي هركلے وكړو۔ وفاقي وزير ته د ا?? اېن ا??ف بحالۍ مركز٬ د نشه اي توكو مخ نيوي له په اولسي كچه د خبرتيا كمپائن د هلو ځلو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ د دې نه پس وفاقي وزير ته ووئيل شو چې د لږو وسائلو سر?? دا مركز د نشه اي توكو عادي كسانو له وړيا درملنه كوي۔ وفاقي وزير خبر كړې شو چې د كراچۍ د بحالۍ مركز كښې د ماشومانو او مېرمنو لپاره د جلا وارډ انتظام كېږي دغسې د خېبرپښتونخوا حكومت په مرسته په پېښور كښې د بحالۍ مركز جوړېږي او يو مركز به په سكهر كښې هم جوړولې شي۔ وفاقي وزير د نشه اي توكو مخ نيوي له د ا?? اېن ا??ف هلې ځلې وستائېلې۔ دغسې وفاقي وزير ا?? اېن ا??ف له د بشپړه مرستې باور وركړو