اسلام آباد ۔ 19 دسمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي د حكومت په آخري 6 مياشتو كښې د داخله وزارت ذمه واري راكړې شوي ۔ په دې 6 مياشتو كښې به د كار كولو هڅه كوم۔ كومه ټولنه هم د امن نه غېر پرمختګ نش?? كولې۔ د امن باور?? كولو سره د هېواد پرمختګ كښې پوليس د اولني صف كردار ترسره كوي۔ اسلام آباد پولیس دې د نړۍ ماډل پوليس وي٬ كميونټي پوليسنګ ته دې وده ??ركړې شي٬ د جسماني تشدد كوؤنكو ٬ وژونكو ٬ سټريټ كرائمز كښې د ككړو كسانو او په مېرمنو او كوچنيان د تشدد كوؤنكو په ضد دې د زيرو ټالرنس ??ال??سي خپله كړې شي۔ موټر سائكل چلوونكو لپاره دې هلېمټ لازمي وي او د ګاړي چلولو په مهال د سيت بېلټ نه كارونكي دې په هېڅ صورت معاف نه كړې شي۔ ده ??وئېل يو څو زره ترھګرو په كروړونو اولس يرغمال جوړ كړي د دوئي ختمولو له د پوليس او پوځ مرستې ته اړتيا ده۔ پولیس دې ټولنه كښې د طاقتورو ساتنې په ځائې كمزورې او ناتوانه طبقې ته تحفظ وركړي۔ ده د نهې په ورځ پولیس لائنز هېډ كوارټرز كښې د پولس دربار او پوليس شهيدانو كورنيو په درناوي كښې راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كولو۔ په دې مهال آئي جي اسلام آباد پوليس ډاكټر سلطان اعظم تېموري ه?? خطاب وكړو۔ دستوره كښې د پوليس شهيدانو كورنيو او د دهرنو په مهال ژوبل شوو پوليس اهلكارو ته د مرستې چېكونه هم وركړې شول۔ ده ??وئېل د حكومت په آخري 6 مياشتو كښې د داخله وزارت ذمه واري راكړې شوي ۔ په دې 6 مياشتو كښې به د كار كولو هڅه كوم۔ كومه ټولنه هم د امن نه غېر پرمختګ نش?? كولي۔ ۔ ده ??وئيل پوليس د وګړو امن او سكون لپاره شپې روڼوي۔ د پوليس ځوانان په اخترونو كښې هم خپله وظيفه ترسره كوي او د خپلو كورنيو څخه لرې د اختر قربان?? كوي۔ ده ??وئيل نن ميډيا آزاده ده او د ميډيا آزادي يو لوئې طاقت دے ولې دا آزاي يوه ذمه واري هم ده۔ ده ??وئېل چرته چې امنيتي عمليات كېږي د هغې لائيو كورېج كولو څخه بايد ډډه وكړې شي۔ ده ??وئېل ميډيا لپاره ضابطه اخلاق جوړول د وخت مهمه غوښتنه ده او بايد اسلام آباد پوليس ميډيا سره په ګډه د ضابطه اخلاق جوړولو كښې د وړومبنې صف كردارترسره كړي۔ ده ??وئيل وګړو له به خپلو جوماتونو ٬ سكولونو ٬ كالجونو بازارونو او خپل چاپېرچل ته كتل وي او د ترهګرو په اړه به په سمدستي توګه قانون نافذ كوؤنكو ادارو ته خبر وركول وي۔ احسن اقبال ووئېل اولس له پوليس سره مرسته كول وي دغسې چې د ترهګرو او جرائم پېشه كسانو خاتمه وكړې شي۔ ده ??وئيل د معمولي نوعيت جھګړو كښې د تاڼو په كچه دې مصالحتي كمېټۍ جوړې كړې شي۔ ده ??وئيل په پوليس سروس كښې د كوم رنګ ٬ نسل ٬ سيمې يا مذهب چې څوك هم وي دوئي كښې دې هېڅ فرق ونكړې شي ۔ ده ??وئيل پوليس اهلكار بايد خپل فټنس ته خاص پام لرنه وكړي۔ ده ??وئيل 38 اېنچ خېټه لرونكي اېس اېچ اوز ته د يوې مياشتې مهلت وركوم چې خپل وزن كم كړي ګني خپلې چوكۍ څخه به اخوا كړې شي۔ د پولیس اهلكارو لپاره دې پك اېڼډ ډراپ سروس پېل كړې شي او كوم پوليس اهلكار دې په سړك د كوم ګاډي څخه لفټ غوښتونكې نه وي۔۔ ده ??وئيل د ماډل پوليس سټېشن منصوبه ما دوه كاله وړاندې وركړې وه او نن ماته لوئے څښتن د داخله وزارت ذمه ارۍ سپارلي او زه نن د ماډل پوليس سټېشنز پرانستهكوم۔ ده ??وئيل زه غواړم چې د اسلام آباد ټولې تاڼې ماډل تاڼې وي۔ ده ??وئيل پوليس سره خېر ښېګړه به په غوره ډول كېږي او د اسلام آباد پوليس مراعات او پېكج به د كومې هم صوبې پوليس پېكج څخه كم نه وي۔ ده ??وئيل هر درې مياشتې وروستو به د كاركردګۍ په بنياد يو اېس اېچ ټاكلې شي او هغه له به انعام وركولې شي۔ دغسې په تاڼو كښې موجوده افسرانو كښې به هم هره مياشت د يو ښه افسر ټاكلې شي۔