اسلام آباد ۔ 26 دسمبر (اے پی پی) د توان وزارت (پاور ډويژن)د برېښنا وېش ٬ ترسيل ٬ لوډشېډنګ او بلنګ صورتحال ٬ نېټ ميټرنګ او نور معلومات آن لائن ترلاسه كولو د ’’روشن پاکستان‘‘ په نامه موبائل اېپليكېشن جاري كړو۔ د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي چې ح??ومت د برېښنا په لوډشېډنګ د قابو موندلو او پېداوار كښې د زياتوالي وعده ترسره كړې۔ د واجباتو وصولۍ او د برېښنا غلا مخنيوي له ګامونه پورته كوؤ۔ د لائن لاسز شمېرې به هم د موبائل اېپلیکېشن د لارې ترلاسه كو??ې شي۔ دې نوي سسټم سره به صارفين د ډس??ري بيوشن كمپنو د كاركردګۍ او خپل فيډر څخه د برېښنا د رسنې جاج په خپله اخست??ې شي۔ چارواكي به صارفين ته ځواب وركوؤنكي جوړوؤ۔ د نهې په ورځ د پاور ډويژن وزارت كښې د يو خبري كنفرنس په مهال سردار اوېس احمد خان لغاري د موبائل اېپلیکېشن اجراء وكړو۔ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ده ووئيل په سوشل میډیا د لوډشېډنګ په اړه د ځينې عناصرو لخوا د حكومت بدنامولو هڅې كېږي۔ ده ووئيل حكومت د برېښنا لوډشېډنګ تګلار څو اونۍ وړاندې وركړې وو او د برېښنا پېداوار د زياتولو او د موبائل اېپلیکېشن جاري كولو خپله وعده ئې ترسره كړې۔ ده ووئيل موبائل اېپلیکېشن سره به دوه نيم كروړه صارفين څه وخت هم رېفرنس لمبر څخه بشپړ ريكارډ ترلاسه كو??ې شي او ددې د لارې به هر وګړې ته زمونږ د ادارو د هرې ورځې كاركردګۍ په اړه معلومات ترلاسه كېدې شي۔ ده ووئيل د هېود په تاريخ كښې دا يو لوئے ګام دے۔ ده ووئيل دا مهال 4 زره څخه تر 4 نيم زره مېګاواټ برېښنا زي??ته ده۔ آئی پی پیز ته د ادائيګو طريقه كار موجود دے۔