اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د پاور ډويژن وزارت د برېښنا طلب او رسد كښې فرق كمولو له كوټلې منصوبې ته حتمي شكل وركړې شو٬ تر30 جون به د برېښنا طلب او رسد كښې فرق كښې ښكاره كمې راشي٬ جولائي ٬ اګست او ستمبر كښې به طلب كم او د برېښنا رسد زيات شي٬ د ګرمۍ شدت زياتېدو او د فن برېښنا كمي سره د برېښنا طلب زيات شوې٬ دا وخت طلب او رسد كښې فرق 2 زره مېګاواټ دې بايد پھ اوسني شارټ فال كښې دومره زيات لوډشېډنګ ونه شي٬ تېرو 40 كلونو كښې كوم نوې بند نه دې جوړ شوې٬ د برېښنا پیداوار سره سره ټرانسمېشن نظام نه دې ښه كړې شوې٬ د زرعي اوبه خور نظام هم 100 كاله پخوانۍ دې٬ نوې حكومت له به ښه ګائيډ لائن پرېښودلې شي٬ لنډ مهاله كابينه به د كوم بليم ګيم برخه نه ګرځي٬ په سپيځلې ډول ټولټاكنې كول زمونږ ذمه و??ري ده٬ ټاكل شوې حكومت ته اقتدار سپارل آئيني مېنډېټ دې٬۔د دې خي??لاتو څرګندونه ده د نهې په و??ځ د خزانې وفاقي وزيرې ډاكټر شمشاد اختر سره خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل د رايو آزادۍ نه غېر جمهوريت مخ په وړاندې نه شي تللې٬اولس د حقائق څخه خبرولو ته اړتيا ده٬اولسي رائے او تجاويز ښه و??لي كښې مرسته كوي۔لنډ مهاله حكومت به د الېكشن كمېشن سره بشپړه مرسته كوي او په سپيځلې ډول ټول ټاكنې زمونږ ذمه و??ري ده٬په قامي سلامتيا به هېڅ ډول سمجهوته نه شي كولې۔ده ووئيل ټاكل شوي حكومت ته اقتدار سپارل آئيني مېنډېټ دې۔د لنډ مهاله كابينې پريكړې به غېر سياسي وي۔ده ووئيل مونږ له لويې پريكړې نه دي كول خو نوي حكومت له به ګائيډ لائن پرېښودلې شي٬مونږ به په ايماندارۍ ??ره او د هېواد په ګټه خپله ذمه و??رۍ ??رسره كوو٬مونږ به هڅه كوو چې په 25 جولائي امن ناكه او سپيځلې ټاكنې وشي۔ده ووئيل مونږ به اولس له د خپلو وسائلو له مخې آسانۍ وركوو۔ده ووئيل آرټيكل 19 اے تر نظر ساتلو سره مونږ د يو مثال جوړولو هڅه كوو دې لپاره د معلوماتو تبادله كېږي دغسې چې په هغې تنقيد او تجزي وشي۔ده و??يل مونږ يو داسې دستاويز هم جوړ كړی چې پكښې د برېښنا پېداوار٬طلب او رسد په حقله ټول تفصيلات شته۔دا مونږ سياسي ګوندونو له هم وركوو۔ده ووئيل د لوډشېډنګ يوه و??ه د برېښنا طلب او رسد كښې فرق٬دوهم ترسيلي نظام او پاور پلانټس كښې فني خرابي او د اوبو كمې٬درېمه و??ه د ترسيلا او وېش نظام هم ښه نه دې او څلورمه و??ه د برېښنا غلا ده۔ده ووئيل دا د لوډشېډنګ څلور بنيادي وجوهات دي۔ده و??يل دا مهال هېواد كښې د 28 زره مېګاواټه پیداواري صلاحيت دې خو د فني خرابۍ له امله په پېداواري صلاحيت اثر پريوځي۔ده ووئيل دا مه??ل د برېښنا پېداوار د 21 نه تر 22 زره مېګاواټ دې