اسلام آباد – 16 اګست (اے پي پي) د هېواد 22م وزيراعظم لپاره د تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان او د مسلم ليګ (ن) صدر شهباز شريف د نامزدګۍ كاغذونه منظور كړې شول۔ د دواړو كانديدانو د نامزدګۍ په كاغذونو د كوم هم غړي لخوا اعتراض پورته نه كړې شو۔ د ايوان د نوي قائد ټاكنه به (نن) د جمعې په ورځ كول?? شي۔ د قو??ي اسمبلۍ سېكرټرېټ ترمخه د زيارت په ورځ وزارت عظمی لپاره د نامزدګۍ كاغذونو د جمع كولو تر ټاكلي وخت دوه بجو يوازې د دوه كانديدانو عمران خان او شهباز شريف كاغذونه جمع كړې شول۔ د قا??ي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر لخوا د دواړو كانديدانو د نامزدګۍ كاغذونه كره كتنه وكړې شوه او ددواړو كاغذونه صحيح ګرځولو سره منظور كړې شول۔ د وزیراعظم ټاكنې له د قا??ي اسمبلۍ غونډه به د جمعې په ورځ ماسپخين 3 بجې كول?? شي۔ د ايوان نوي قائد ټاكنې له به ايون په دوه لابيانو كښې وېشل?? شي۔ هر يو كانديد لپاره به د قا??ي اسمبلۍ هال كښې يوه خاص لابي وي۔ كوم غړې چې كوم كانديد ته ووټ وركول غواړي هغه به د هغه لابي ته ځي۔ د لابي په دروازه به د غړو په فهرست كښې د غړي اندراج كول?? شي۔ دې څخه وروستو به شمېره كول?? شي او زياتې رائې ترلاسه ك??ؤن??ې به د هېواد نوې وزيراعظم وي۔ د قو??ي اسمبلۍ د قواعدو ترمخه د 342 په ايوان كښی د وزيراعظم ټاكل كېدو له كوم هم كانديد ساده اكثريت يعني 172 ووټونو ته اړتيا لري۔ كه 172 ووټونه ترلاسه نه شي نو كوم كانديدان چې په اولني او دوهم لمبر وي دوئي كښې به بيا يو ټاكل?? شي