اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې كفايت شعاري٬ د بدعنوانې خاتمه او د مېرټ ??الادستي زمونږ د حكومت وړومبې ترجيح ده٬ ?? ګورننس بدلولو پوخ عزم لرو۔ د اتوار په ورځ په خپل ټويټ پېغام كښې وزيراعظم ووئيل چې تېره ورځ د پ??جا?? وزيراعلٰيِ٬ كابينې او سنيئر بيوروكريسي سره تعميري خبرې شوې دي۔ د سلو ورځو د پروګ??ام اهداف ترلاسه كولو ته به ترجيح وركولې شي۔ وزيراعظم عمران خان سره د خېبر پښتونخوا پخواني آئي جي ناصر دراني هم ملاقات كړے۔ ناصر دراني د خېبر پښتونخوا په پوليسو كښې اصلاحات كړي وو۔ ناصر دراني په پ??جا?? پوليسو كښې د اصلاحاتو د ټاسك فورس مشري كوي۔ وزيراعظم ناصر دراني وئيلي دي چې بايد پ??جا?? پوليس غېر سياسي كول وړومبې ترجيح وي۔