اسلام آباد ۔ 9ستمبر (اے پی پی)وزیر??عظ?? عمران خان سره د چين خارجه وزير وانګ ژي د اتوار په ورځ ملاقات وكړو۔ د چين خارجه وزير د لوړې كچې يو پلاوي مشري كوله په كوم كښې چې درې وزيران هم شامل وو۔ د وزير??عظ?? دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه د چين خارجه وزير د وزارت عظمی منصب په سنبالولو عمران خان ته مباركي وركړه۔ ده د چيني مشرتابه لخوا د پاكستان نوي حكومت له د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ ده وزير??عظ?? ته د چيني مشرتابه لخوا نوي حكومت سره كار كولو كښې د خوښۍ ل??لو په اړه ??م ووئ??ل۔ ده ووئيل چينائي مشرتابه پاكستان سره ستراتيجكي همكاري لا زياتول غواړي۔ ده وزير??عظ?? ته د چينائي وزير??عظ?? لي كي كيانګ لخوا د چين سركاري دورې بلنه وركړه۔ وزير??عظ?? د چينائي مشرتابه لخوا په نېكو هيلو لرلو د خارجه وزير مننه وكړه۔ ده چين سره ملګرتيا له د خپل لوظ پخلي كولو سره ووئيل دپاكستان په خارجه پالېسۍ كښې چين سره ملګرتيا ته بنيادي حېثيت ترلاسه دې۔ وزیر??عظ?? د چينائي همڅنګ لي كي كيانګ د وزارت عظمی منصب په سنبالولو د مباركۍ او نوې حكومت سره مرستې له د ټېلفون په كولو مننه وكړه۔ده د دورې په بلنه هم د چينائي مشرتابه مننه وكړه۔ ده ووئيل زه هم چينائي مشرتابه سره ملاقات ته سترګې په ل??ره يوم۔ وزیر??عظ?? د چين حكومت سره په چین پاکستان اقتصادی راهداری منصوبې عملدرآمد له د خپل عزم پخلې وكړو۔ ملاقات كښی په سيمه ايزه وضعه او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔